
کابل کې د تېلو بیو لوړوالي د موټرچلوونکو ژوند اغېزمن کړی
عبدالمومن چې په کابل ښار کې ټکسي چلوي، وايي: «زه په کابل ښار کې ټکسي چلوم، څه وخت کیږي چې د تېلو بیې لوړې شوې دي او موږ له ستونزو سره مخ یو. همدغه ټکسي زموږ د کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو سرچینه ده او که د تېلو بیه لوړه وي، نو موږ ته هیڅ نه پاتې کیږي.»







