
غزه کې بریدونه؛ تراوسه ۲۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی
د غزې په اړوند سیمو کې نن جمعه، د سپټمبر په ۲۶مه، د اسراییلو د هوایي بریدونو له امله لږترلږه ۲۹ فلسطیني وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼشمېر نور ټپیان دي.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي چې د دې بریدونو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ ملکي وګړي وژل شوي دي. د غزې د روغتیا وزارت تر دې دمه د دې بریدونو په اړه رسمي شمیرې نهدي خپرې کړي.



