جلال‌اباد کې د هدیرې ځمکې کمښت؛ «خلک د بل چا مړي خپله هدیره کې نه‌پرېږدي»

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار چې د افغانستان په کچه یو له ګڼ نفوسو ښارونو شمېرل کېږي د ختیځو او د هېواد د نورو ولایتونو اوسېدونکو ترڅنګ پکې د یو شمېر نورو ولایتونو ډیری خلک هم اوسیږي او په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو تازه را ستانه شوي هم پکې مېشت شوي او تر بل هر وخت یې نفوس ډېر شوی.

خوست کې څلور روغتیایي مرکزونه او درې درملتونونه وتړل شول

د خوست ولايت مقام څخه نن ورځ پنج شنبه په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په خوست ښار کې د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د یو شمېر روغتیایي مرکزونو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو. 

لوګر کې د نظامیانو له نوم د ناوړه استفادې او غلا په تور درې کسان نیول شوي

 د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وايي چې امنیتي او کشفي ارګانونو پل‌علم ښار کې دري کسان د ا.ا نظامیانو له نوم او نظامي وسایلو څخه د ناوړه ګټې‌اخېستنې او غلا په تور نیولي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، دا کسان د لوګر  امنیه قومنداني د یوه ځانګړي راپور له مخې، نیول شوې دي.

نرواکي او ناسم دودونه؛ هغه عوامل چې د ښځو د مالکیت حق یې اخیستی

 یوشمېر مېرمنو سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي چې د مالکیت حق په تړاو یې، پوهاوی کم دی او په وینا یې، ټولنه کې نرواکي او شته ناسم دودونه، دوی د مالکیت له حق څخه محرومې کړې دي.

دوی ټينګار کوي چې نارینه‌وو ته د مېرمنو تړاو او د مېرمنو د حقونو په اړه د معلوماتو نشتوالي، د مالکیت حق پر اخیستلو اغېز کړی دی.

 بادغیس کې ډاکټران:HPV ویروس د رحم سرطان د زمینې برابرولو ګواښ ډېر کړی

دوی د اندېښنو په څرګندونو سره وايي چې د یاد ویروس په اړه د عامه پوهاوي او واکسین نشتوالي، د رحم سرطان ته د زمینې برابرولو ګواښ ډېر کړی دی. د دوی په وینا، دغه ناروغي هغه مهال پېژندل کېدای شي چې وخت له وخته تېر وي او پرمختللې وي.

د ایران ولسمشر: د اټومي بم جوړولو په لټه کې نه‌یوو

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وينا کې، وويل چې د امريکا او اسراییلو له‌خوا د روان کال جون مياشت کې پر دغه هېواد شوي بريدونه «ستر خيانت» او «د ثبات او سولې د ټينګښت د هڅو کمزوري کول» دي.

د حوثیانو برید کې ۲۲ اسراییلیان ټپیان شوي

د اسراییلو پر سوېلي سیمو د یمن د حوثي ډلې د ډرون په برید کې ۲۲ کسان ټپیان شوي چې د دوو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د اسوشيېټېډ پرېس د راپور له مخې، د يمن حوثي وسلوالو د يوې چاودېدونکې بې‌پيلوټه الوتکې په بريد کې چې د اسراییلوسوېل د «ايلات» په نوم د سيلانۍ سيمه کې شوی، ۲۲ کسان ټپيان شوي دي.

د اسراییلو د بيړنيو خدمتونو ادارې ويلي چې د ټپيانو له ډلې د دوو کسانو روغتيايي حالت نازک دی.

میدان‌وردګ کې ټرافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او پنځه ټپیان دي

د میدان‌وردګ امنیه قومنداني مسوولان وايي چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوه جلا ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلام‌وطندار ته وویل، لومړۍ ټرافیکي پېښه د سیداباد ولسوالي په «شنیز» درې سیمه کې د یوه ټېلر او پاسو ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.