
ایران د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیلوي
د ایران چارواکو اعلان کړی چې د افغان ناقانونه کډوالو د اېستلو دویم پړاو به د روانې اوونۍ په ترڅ کې پیل شي.
د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د تهران والي محمدصادق معتمدیان دا خبره پرون د یاد ښار د پوهنې شورا په ناسته کې کړې ده.






