میدان‌وردګ کې له پاکستان او ایران څخه راستانه شویو سره نغدي مرسته شوې

د میدان‌وردګ د قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولان وايي چې د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې (save the children) له لوري د دغه ولایت په جلرېز ولسوالي کې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه راېستل شویو کډوالو سره نغدي مرسته شوې ده.

بنیامین نتن‌یاهو: د فلسطین په نوم هېواد به جوړ نشي

هغه په یوه بیانیه کې زیاته کړه: «زه تاسو ته بل پیغام لېږم: دا به حقیقت ونه‌مومي؛  فلسطین هېواد به جوړ نه‌شي.»

نتنیاهو همداراز اعلان وکړ چې د هغه حکومت به په لویدیځې غاړې کې د ښارګوټو د پراختیا پلانونه پراخ کړي. نوموړي وویل چې د اسراییل رسمي ځواب به امریکا ته د ده له سفر وروسته اعلان شي، چیرې چې د ولسمشر دونالډ ټرمپ سره به هم وګوري.

پر لبنان د اسراییلو برید؛ پنځه کسان وژل شوي

د لبنان د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اسراییلو د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د برید پرمهال په سوېلي ښار بنت‌جبیل کې پنځه کسان وژل شوي چې درې ماشومان هم په‌کې شامل دي.

اسراییل له هغه سره سره چې د واشنګټن په منځګړیتوب د لبنان او اسراییلو ترمنځ د نومبر له میاشتې راهیسې د اوربند هوکړه شوې، لاهم د حزب‌الله پر ضد په سوېلي سیمو کې بریدونه کوي.

د وسلو پر نه‌جوړولو ټينګار؛ د شمالي‌کوریا مشر: امریکا سره خبرو ته چمتو یم

د شمالي‌کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي که امریکا د دې هېواد د اتومي وسلو د نه جوړولو لپاره خپلې غوښتنې پرېږدي، پیونګ‌یانګ له واشنګټن سره د خبرواترو لپاره چمتو دی.

د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ راپور ورکړی چې، کېم جونګ اون پرون یک‌شنبه د دې هېواد د عالي مجلس په غونډه کې ټینګار کړی چې د بندیزونو د ختمولو په بدل کې به هېڅکله هم د اتومي وسلو له جوړولو لاس وانه‌خلي.

خوست کې په ۲۰۰زره ډالرو د کرومایټ ډبرو د پروسس کارخونه پرانیستل شوه

د خوست په تڼیو ولسوالي کې د کانونو ریاست تر چتر لاندې د ۲۰۰زرو امریکایي ډالرو په لګښت د کرومایټ ډبرو د پروسس کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

د خوست د ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده کارخونه به په میاشتني ډول د ۱۵۰۰ ټنو کرومایټ ډبرو د پروسس ظرفیت ولري.

پنجشېر کې سږکال د توت ۱۳۸۴ مټریک ټُنه حاصلات راټول شوي

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې سږکال دغه ولایت کې یو زرو او ۳۸۴ متریک ټُنه د توت حاصل راټول شوي دي.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه حاصلات د ولایت له ۱۴۰۰ هکتاره ځمکې څخه ترلاسه شوي چې د شتل، عنابه، رخه او بازارک په سیمو کې د تورو او سپینو توتو پراخ باغونه لري.

مزارشریف کې په ۱۷ میلیونه افغانیو د یوه سړک د سفالت چارې پیل شوې

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د سفالت چارې پیل شوې دي.

د یادې پروژې چارې نن دوشنبه، وږي ۱۷مه پیل شوې چې ټول لګښت یې، د ښاروالي له‌خوا ورکول کېږي.

د مزارشریف د ښاروالي ویاند مصطفی محمدي وايي، دغه پروژه د ښار په څلورمه ناحیه کې پرمخ وړل کېږي او په‌کې به د ۸۰۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په پلنوالي سړک سفالت شي.