
افغان ځوانان: رښتینې سوله د جګړې له بندېدو هم پراخه ده
د سپټمبر ۲۱مې د سولې نړیوالې ورځې په را نژدې کېدو سره، د هېواد له ۱۴ ولایتونو څخه ۳۰ ځوانانو د سولې د نوي تعریف په وړاندې کولو سره، هغه د جګړې له بندېدو هم پراخه بولي او د ټولنیز عدالت، کاري فرصتونو او د ښوونې حقونو پر تامین ټینګار کوي.
له دغو ځوانانو سره د «سلاموطندار» د شویو خبرو پایلې ښيي چې دوی اوسنیو شرایطو کې سوله نیمګړې بولي.












