خطر منل؛ «د دستګاه په روښانولو نه‌پوهېدم، خو اوس ۳۰کسان راسره کار کوي»

په مالوچو د کارول شویو او زړو پلاستیکي او رخت ټوټو بدلولو د بیاکارونې کارخونې مسوول عبدالجلیل جوشن وايي، دستګاه یې په ۸زره ډالره له چین څخه وارده کړې او هڅه کوي، نورو ته د کار برابرولو ترڅنګ، له کارول شویو څيزونو ګټه اخیستل دود کړي.

عبدالطيف منصور: د اوسني نظام ساتنه د ټولو ګډ مسووليت دی

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطيف منصور وايي چې اوسنی نظام د خلکو پر قربانيو منځته راغلی او د ساتنې لپاره يې هم بايد خلک ودرېږي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ جمعه، وږي ۲۷مه، د پکتيا په سيدکرم ولسوالي کې د هغو کورنيو له غړیو سره وکړې چې غړي يې په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي امارت په ليکو کې له لاسه ورکړي وو.

ګوترېش: نړۍ باید له اسراییلو ونه‌ډاره شي

نوموړي په دې مرکه کې ویلي چې نړۍ باید د اسراییلو له ګواښونو ونه‌وېرېږي، ځکه د ده په وینا، د څه کولو او نه کولو پروا نه‌لري او د هغوی کړنې به روانې وي.

ګوټرش ټینګار وکړ چې د اسراییلو پر حکومت د فشار راوړلو لپاره نړیواله ټولنه باید راټوله شي او اوسنی وضعیت د غزې د بشپړې ویجاړۍ او د لوېدیځې غاړې د تدریجي الحاق په موخه پر مخ وړل کېږي.

فاریاب کې یو نایابه مرغه بېرته طبیعت ته خوشې شو

د فاریاب د اقتصاد ریاست د مطبوعاتو مسوول محبوب‌الله ایل‌بیګي وايي، دغه مرغه د لوږې او کمزورۍ له امله د فاریاب ولایتي روغتون په انګړ کې لوېدلی و چې تر پاملرنې وروسته بېرته طبیعت ته خوشې شوی دی.

د نوموړي په وینا، د بوتیمار په نوم دغه مرغه، د روغتون د مینه‌ناکو او د طبیعت ساتنې حس‌لرونکو کارکوونکو له لوري ورته پاملرنه شوې او د ژغورنې لپاره یې اوبه او دانه برابرې شوې وه.

بلوچستان کې چاودانه؛ شپږ کسان وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند د موټرو تم‌ځای کې د بمي چاودنې له امله لږترلږه شپږ کسان وژل شوي دي.

پېښه د بلوچستان په چمن کې رامنځته شوې ده.

ځايي چارواکو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې پنځه کسان د چاودنې له امله ځای پر ځای وژل شوي او یوه کس وروسته په روغتون کې سا ورکړه.