اسیا جام؛ هند د ګروپ پړاو وروستۍ لوبه کې عمان سره لوبېږي

د اسیا جام کرېکټ سیالیو په لړ کې نن جمعه، سپټمبر ۱۹مه له A ګروپ څخه د هند کرېکټ ملي لوبډله د عمان پر وړاندې لوبېږي.

هند او پاکستان دواړو له دې ګروپ څخه د یاد جام بل پړاو ته لاره موندلې ده. عمان خپلې ټولې لوبې بایللي او د مخته تګ چانس نه‌لري.

روسیې د جګړې لومړۍ کرښه کې ۷۰۰زره سرتیري ځای پر ځای کړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان کړی چې اوکراین سره د روانې جګړې په لومړۍ کرښه کې یې، شاوخوا ۷۰۰زره روسي سرتیري ځای پر ځای کړي دي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون پنجشنبه، سپټمبر ۱۸مه د یاد هېواد د پارلمان د یوشمېر غړیو په ګډون، په یوې ناسته کې کړې دي.

له ۲۴مېرمنو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ ډېرې یې کارځای کې تبعیض سره مخ دي

افغانستان کې مېرمنې که څه هم ډېرو کمو برخو کې د کار کولو اجازه لري او هغه چې د دندو پر موندلو بریالۍ شوي، له دوه ګوني چلند او تبعیض سره مخ دي.

سلام‌وطندار په دې راپور کې له ۲۴ دنده لرونکو مېرمنو سره مرکې کړي چې موندل شوې دوه پر درېیمه برخه دغه مېرمنې، کاري چاپېریال کې له بېلابېلو نابرابرو سره مخ دي او د دندې د له لاسه ورکولو له وېرې، اړ شوي چې چوپتیا غوره کړي.

ډاکټران: اومېندوارۍ کې د موبایل کارونه د مور او ماشوم روغتیا ته زیان رسوي

د کونړ یوشمېر ډاکټران وايي، د اومېندوارۍ پرمهال د موبایل ډېره کارونه، د مور او ماشوم روغتیا زيانمنوي چې ورسره د مور بې‌خوبي، فشار ټېټېدل او عضلاتو دردونه پيدا کېږي.

د مرکز اسعداباد ولايتي روغتون کې داکټره پلوشه وايي، د اومېندوارۍ پرمهال د موبایل زيات استعمال د جنين وده او حجرې زيانمنوي او د مور او ماشوم پر روغتیا ناوړه اغېزې لري.

هلمند کې په نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو یوه خصوصي روغتون په فعالیت پیل وکړ 

د مور او ماشوم د ځانګړو خوندي خدمتونو ترڅنګ به دا مرکز په داخله برخه کې هم ناروغانو ته درملیز خدمتونه وړاندې کړي. مسوولان وايي، د روغتون ۹۰سلنه پرسونل به ښځینه وي، څو مېرمنو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو کې لازیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

د شمالي‌کوریا مشر: د ډرون پراختیا لپاره د مصنوعي ځیرکتیا کارول مو لومړیتوب دی

د شمالي‌کوریا مشر کیم جونګ اون وايي چې د وسلو د پرمختللي ټکنالوژۍ او ډرون وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د مصنوعي ځیرکتیا کارول د یاد هېواد لپاره ستراتیژیک لومړیتوب دی.

د شمالي‌کوریا دولتي خبري اژانسKCNA د راپور له مخې، کیم جونګ اون د پلازمېنې پیونګ‌یانګ په «بې‌پیلوټه هوايي ټکنالوژۍ کمپلکس» کې د بېلابېلو ډرونونو او څارګرو بې‌پیلوټه الوتکو د فعالیت ازموینې وڅارلې.