
د مالیې وزارت: سږکال صادراتو کې ۱۳.۵ سلنه زیاتوالی راغلی
د مالیې وزارت ویلي چې د روان کال لومړیو پنځو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله صادراتو کې ۱۳.۵ سلنه او

د مالیې وزارت ویلي چې د روان کال لومړیو پنځو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله صادراتو کې ۱۳.۵ سلنه او

ناسته د ملګروملتونو لپاره د سرمنشي ځانګړي استازي د راپور له وړاندې کولو سره پیل شوه چې پهکې د افغانستان د بشري کړکېچ ترڅنګ د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو یادونه شوې وه؛ خو وروسته دا ناسته د نړیوالو قدرتونو او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د اختلاف ډګر وګرځېده.

د پنجشیر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د یاد ولایت له ټولو اړوند روغتیایي مرکزونو له کارکوونکو څخه دیني ازموینه واخیستل شوه.
د عامې روغتیا رییس حجتالله محمدي نن پنجشنبه (د وږي ۲۷مه) سلاموطندار ته وویل، دغه ازموینه د عامې روغتیا وزارت د لارښوونې او د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ اخیستل شوې ده.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعدالشیباني به روانه اوونۍ په واشنګټن کې له یوشمېر امریکایي سناتورانو او چارواکو سره وویني او د متحده ایالاتو د بندیزونو د لغوهکېدو په اړه به خبرې وکړي.
دا د تېرو ۲۵ کلونو پرمهال د سوریې لومړی د بهرنیو چارو وزیر دی چې امریکا ته سفر کوي.

د لوګر محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ټرانسپورتي نظم لپاره د موټرو معیاري ترمینال جوړېږي.
د لوګر والي قاري صلاحالدین ایوبي پلعلم کې یوې غونډې ته ویلي چې د یوه معیاري ترمینال جوړېدو لپاره د ولایت مقام په مشري د ښاروالۍ، ټولګټو، ټرانسپورت، ښار جوړونې او علماوو شورا ریاستونو څخه یوه ګډه کمېټه ګومارل شوې او ډېر ژر به د یاد ترمینال د جوړیدوعملي چارې پيل شي.

د روسیې د بلګورود په سرحدي سیمه کې د اوکراین یوې بېپیلوټې الوتکې پر یوه موټر برید کړی چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی. د سیمې والي دا پېښه تایید کړې ده.
په ورته مهال د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» د یاد هېواد د دفاع وزارت له قوله ادعا کړې چې د تېرو ۲۴ساعتونو په جګړو کې د اوکراین له پوځ څخه له ۱،۵۰۰ زیات سرتېري وژل شوي دي.

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو د یوه ځانګړي راپور له مخې، په ازرې ولسوالي کې شاوخوا ۶۰۰ کیلوګرامه

د فراه محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د ۳۰۰زره ډالرو په ارزښت د «اوړو یوه تولیدي شرکت» په فعالیت پیل کړی دی.
د فراه د صنعت او سوداګرۍ رییس شمسالحق اجمل وایي، نن (پنجشنبه، د وږي ۲۷مه) په دغه ولایت کې د یوه پانګوال لهخوا د ۳۰۰زره امریکایي ډالرو په پانګونه د اوړو تولیدي شرکت پرانیستل شوی دی.

د اسراییلو د پوځ د تازه عملیاتو پرمهال په غزې تړانګه کې لږترلږه ۸۳ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، یوازې ۶۱ کسان په غزې ښار کې وژل شوي او د اسراییلو له لوري دغه پراخ پوځي عملیات په داسې حال کې دوام لري چې پر تلابیب د احتمالي بندیزونو د ګواښ امکان ډېر دی.

د بلخ محلي چارواکي وايي چې د سوند توکو د بیو کنټرول او د احتکار د مخنیوي لپاره (چهارشنبه، وږي ۲۶) په مزار شریف ښار کې د سوند توکو ځانګړی بازار پرانېستل شوی دی.
په مزارشریف ښار کې د مزار هوتل د تجارتي مرکز مسوول مصطفی مهمند، د دې بازار د پرانېستلو اصلي لامل د ښو تجارتي خدمتونو وړاندې کول او په بازار کې د اسانتیاوو برابرول شودلي دي.

د پکتیا ولایت عامې روغتيا ریاست مسوولان وايي چې د ICRC نړیوالې کمېټې له لورې پکتیا حوزوي روغتون سره د ١٠٠زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۶۸ قلمه طبي وسایلو مرسته شوې ده.

د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد الجزیرې سره مرکه کې ویلي، د اردو مسلکي کولو او پیاوړتیا لپاره ډېر پلانونه لري.
هغه دغه مرکه کې وايي، دامهال په لواګانو کې هره میاشت کې سلګونه سرتیري فارغ کیږي او اسلامي امارت یوې پیاوړې، پرمختللې، امنیتي ذهنیت لرونکې اردو جوړولو ته ژمن دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیا شلاوریز جام سیالیو کې خپله درېیمه لوبه نن شپه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کوي.

د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د کابل امنیه قومندانۍ، ولسوالانو او مسوولانو ته په جوړه شوې اصلاحي او توصیهوي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
هغه د امنیتي ځواکونو په همغږۍ ټينګار وکړ او وې ویل، وضعیت په اسبابو نه، بلکې په تعامل کولو کنټرولیږي.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر د امنیت د ټینګښت برخه کې د مسوولانو هڅې ستایلي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ځينو ولايتونو کې د نوري فایبر انټرنټ بندېدو ته په اشارې ویلي، که فحشا