
بیمه؛ هغه حق چې د ښځو کاري قراردادونو کې ورته پام نهکیږي
د افغانستان د بیمې قانون دویمه ماده کې ویل شوي چې بیمه د بیمهکوونکي او بیمهکېدونکي ترمنځ داسې یو قرارداد دی چې پر اساس یې بیمهکوونکی د ټاکلې بیمې حق ترلاسه کولو په بدل کې، د مقابل لوري د خسارې جبران په غاړه اخلي.
ګڼ شمېر ښځې وایي چې په ډېری کارځایونو کې کارکوونکو ته هېڅ ډول بیمه نه ورکول کېږي.







