
ملا عبدالغني برادر: زلزله کې د ویجاړو کورونو رغولو ته امکانات برابروو
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن د کونړ له زلزلهځپلو د لیدنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
هغه وویل، هڅه کوي چې په زلزله کې د ورانو شویو کورونو د بیرته رغولو لپاره امکانات برابر او په راتلونکې کې د طبیعي پیښو د زیان کچې را کمېدو لپاره هر اړ خیز تدابیر ونیسي.




