هراتۍ نجونې د «تذهیب هنر» کې د هیلو څرک لټوي

په داسې حال کې چې پر افغانو نجونو د ژوند محدودیتونه سیوری غوړولی، په هرات کې یوشمېر نجونې د تذهیب هنر ته مخه کړې ده. دوی د رنګ او قلم په ژبه خبرې کوي او د دې هنر تر سیوري لاندې د خپلې راتلونګې لپاره د هیلو او ارامۍ لټون کوي.

د دغو نجونو په وینا، هنر ورته د تیارو او ورځ تر بلې د زیاتېدونکو محدودیتونو پر وړاندې یو امن پناه ځای ګرځېدلی، چېرې چې د خلاقیت او ښکلا له لارې خپلې هیلې ژوندۍ ساتي.

د کونړ زلزله؛ ۱۴۱۱ کسان مړه او ۳۱۲۴ ټپیان دي

د کونړ په بېلابېلو ولسوالي کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو او ټپیانو شمېر خورا لوړ شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن سه‌شنبه، وږي یوولسمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په کونړ کې د شوې زلزلې له امله ۱۴۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداراز په شوې زلزله کې ۳۱۲۴ کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۵۴۱۲ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

پروان کې د کمپیوټر او انټرنټ له زده‌کړو ۷۰ کسان فارغ شول

د پروان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري نن سه‌شنبه (د وږي ۱۱مه) د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، ۷۰ کسان د کمپیوټر او انټرنټ له برخو فارغ شول.

د پروان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس عتیق‌الله فیضاني وویل چې ټکنالوژي او کمپیوټر د معاصرې نړۍ له مهمو اړتیاوو څخه دي او زده‌کړه یې د ټولنې د پرمختګ او پراختیا لپاره مهم رول لري.

پنجشېر کې په څه باندې ۱۰۷زره ډالرو ۶زره او ۴۸۵ قیراط زمرد وپلورل شول

د پنجشېر محلي مسوولان وایي چې د یاد ولایت له کانونو څخه ایستل شوي ۶زره او ۴۸۵ قیراط زمرد (نن سه‌شنبه،د وږي ۱۱مه) د ازادې داوطلبۍ له لارې په ټولیزه توګه په ۱۰۷زره او ۵۵۹ امریکایي ډالرو پلورل شوي دي. د نوموړي په وینا، وړاندې شوي زمرد د کریت په بڼه او د کانونو د څارنې د استازو په حضور کې سوداګرو ته د پلور لپاره وړاندې شول چې د هېواد له بیلابیلو ولایتونو یې په دې بولۍ کې ګډون کړی وو.