
هند له زلزله ځپلو سره بشري مرسته اعلان کړه
د هند بهرنیو چارو وزیر اسجي شنکر ویلي چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره یې ټلیفوني خبرو کې د زلزله ځپلو په اړه خبرې کړي.
هغه دغو ټلیفوني خبرو کې ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې او ویلي، د ټپیانو د ژر رغېدو هیله لري او هند په دې سخت وخت کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.
د هند بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې ۱۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته یې خیمې رسولي او ۱۵ ټنه خوراکي توکي هم سمدلاسه د هند ماموریت لخوا له کابل څخه کونړ ته لیږدول کیږي.











