
عدلیې وزارت د مشاعرو د تنظیم قانون خپور کړ
د عدلیې وزارت د مشاعرو د تنظیم قانون د اسلامي امارت د مشر له لوري تر توشېح کېدو وروسته په ۱۴۶۹ ګڼه رسمي جریده کې

د عدلیې وزارت د مشاعرو د تنظیم قانون د اسلامي امارت د مشر له لوري تر توشېح کېدو وروسته په ۱۴۶۹ ګڼه رسمي جریده کې

کورنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان خلاف ښيلاس نقلیه وسایط د ډېرو ترافيکي پېښو لامل کېږي، نو هېوادوال دې له پېرلو ډډه وکړي، ترڅو خونړۍ پېښې راکمې شي.
دغه وزارت نن (شنبه، سنبله ۸) یوه خبرتیا کې ویلي، ښيلاس اشترنګ لرونکي وسایط چې په هر ولایت کې سټېکر اخلي، یوازې په هماغه ولایت کې د ګرځېدو اجازه لري او نور هېڅ ځای ته نهشي تللی.

امریکا ویلي، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به د فلسطین د کوراکې ادارې مشر محمود عباس او ۸۰ نورو چارواکو په ګډون بندیز ولګوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ یوه بیانیه کې ویلي، د فلسطین کورواکې ادارې مشر محمود عباس ته به اجازه ور نهکړي چې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر وکړي.

اسراییلي ځواکونه د غزې «الزیتون» سیمه کې د حماس کمین سره مخ شوي چې ۱۳ سرتېرو ته یې مرګژوبله اوښتې.
د راپورونو پر اساس، پېښه کې دوه اسراییلي ځواکونه وژل شوي، ۱۱ ټپیان دي او د ۴ نورو برخلیک په اړه مالومات نشته.
راپورونو کې ویل شوي چې ښايي یاد څلور اسراییلي سرتیري د حماس له لوري یرغمل شوي وي.

نورستان کې د ۱۴۲ میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت ګران بیه بېروج ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شوې. د نورستان د

د ننګرهار ځايي مسوولان وايي چې تېره شپه روداتو، هسکې مېنې او چپرهار ولسواليو کې سخت ورښتونه شوي چې له امله يې سيلابونه راوتلي او ځاني او مالي زيانونه يې اړولي.
د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست امر مولوي صدیقالله قریشي نن (شنبه، سنبله ۸) سلاموطندار سره خبرو کې وویل، تراوسه د راوتلو سېلابونو پرمهال ۵ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي.

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ ویلي، د ختیځ زون یو شمېر سیمو کې نن د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد زرقي واکسین کمپاین پیل