
دندهلرونکې مېندې: قانون شته، خو کاري چاپېریال کې ورکېږي
یوشمېر دنده لرونکې مېندې سلاموطندار ته وايي چې په کار ځای کې یې، ځینې حقوق نهورکول کېږي. دوی وايي چې د کار قانون پر بنسټ باید د شیدو ورکوونکو مېندو کاري ساعتونه باید کم شي، د ماشومانو د پالنې مرکزونه فعال وي او ټرانسپورټ ولري، خو په وینا یې، کاري چاپېریال کې د دې کارونو نشتوالي، دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.







