غور کې ډاکټران: مېرمنې باید د تخم‌دان کیست ناروغي نښې جدي ونیسي

غور کې ډاکټران وايي چې مېرمنو کې د «تخمدان کیست» عامه ناروغي ده چې پر تخم‌دان  او د تخم‌دان دننه رامنځته کېږي. په ځانګړي ډول د اومېندوارۍ پرمهال د هر عمر کچې مېرمنې ورسره مخ شي.

د نسايي-ولادي برخې ډاکټره فریبا مشفق سلام‌وطندار ته وايي چې د یادې ناروغي نښې او نښانې د غېټې لاندې درد، د خېټې نفخ، د میاشتني عادت بې‌نظمي، خون‌ریزي او د پښو دردونه دي.

کابل کې یوه ځوان په ۱۵۰زره ډالرو پانګونې سره مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

کله چې اړتیا ډېره شي، شکایتونه پورته کېږي، خو بلخ کې یوه ځوان له وزګارتیا او ننګونو سره سره د مبارزې لار خپله کړې او غواړي د ښکلا او جلدي برخه کې د بریالیتوب لوړو څـوکو ته ورسېږي.

عبدالرحمن شیرزاد چې ۳۱کاله عمر لري، کابل کې د بلاویتا په نوم د خرڅلاو ځای په ۱۵۰زره امریکايي ډالرو جوړ کړی دی.

هند کې ټرافیکي پېښه؛ اته کسان مړه او ۴۳ ټپیان دي

په هند کې د یوې خونړۍ ترافيکي پېښې له امله لږترلږه اته کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

 پېښه نن دوشنبه، اګسټ ۲۵مه،  سهار د یاد هېواد د اوتاراپردېش ایالت په بولندشهر ولسوالي کې رامنځته شوې ده.

اسپانیا د ریکارډ کچې تودوخه؛ د اورلګېدنې د مهار هڅې روانې دي

د اسپانیا د هواپېژندنې ادارې(AEMET)  اعلان کړی چې د روانې اګست میاشت کې دغه هېواد د تاریخ تر ټولو سختې تودوخې څپه تجربه کوي.

 د ادارې د معلوماتو له مخې، د اګست له ۳مې څخه تر ۱۸مې پورې د تودوخې اوسط کچه د عادي حد په پرتله ۴.۶ درجې سانتي ګراد لوړه وه چې د ۲۰۲۲ کال د جولای پخوانی ریکارډ یې مات کړ.

اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف اعلان کړی چې اروپايي ټولنې د افغانستان د ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

د یونېسف له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ستنېدو له امله پر ماشومانو د ملاتړ خدماتو فشار زیات شوی دی.

اسراییلو غزه کې له ۱۰۰۰ زیاتې ودانۍ ویجاړې کړي

د فلسطین د ملکي دفاع اداره وايي، اسراییلو تېرو نژدې دوو کلونو کې د بریدونو له پیل راهیسې د غزې ښار په زیتون او صبرا سیمو کې له زرو ډیرې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې کړي او سلګونه کسان یې د کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

دې ادارې تېره ورځ یوه بیان کې ویلي چې د اسراییل دوامداره بمبارۍ د مرستې او ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ کړي.