
د شماليکوریا مشر د روسیې جګړې ته د استول شویو سرتېرو ستاینه کړې
د شماليکوریا دولتي رسنۍ (KCNA) نن پنجشنبه، راپور ورکړی چې کیم د پوځ د بهرني عملیاتو له افسرانو سره په لیدنه کې د هغوی «له اتلولۍ ډک رول» وستایه او ټینګار یې وکړ چې دغه ځواکونه د هېواد د نړیوال حیثیت او د کوریا – روسیې د ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره ستره ونډه لري.








