
رییسالوزرا د چین بهرنیو چارو وزیر سره کابل کې لیدلي
د سرپرست حکومت رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او مل پلاوي سره نن چهارشنبه، زمري ۲۹مه، په ګلخانې ماڼۍ کې لیدلي دي.
محمدحسن اخند په دې لیدنه کې ویلي، چین او افغانستان دوه ښه او اوږدمهالي ملګري دي او په وینا یې، په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په اړه د چین د مثبت دریځ، ملاتړ او د همکاریو ستانه کوو.










