د روسـي بمب‌غورځونکې سترې الوتکې د جاپان د سمندر پر فضا الوتنه کړې

د روسیې د دفاع وزارت نن سه‌‌شنبه، اګسټ۱۹، اعلان وکړ چې د دغه هېوادTu-95MS  اټومي وړتیا لرونکې ستراتیژیک بمب‌غورځونکې جېټ الوتکې د یوې منظمې او له وړاندې طرحه شوې الوتنې له مخې، د جاپان سمندر د بې‌طرفه اوبو پر فضا الوتنې کړي دي.

خوست کې په ۲۷ میلیونه افغانیو يو سړک جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی

د خوست ښاروالي د تخنیکي او سکتوري امریت آمر، انجینیر جاوید جمشید وايي چې ياده پروژه د ښاروالي له پراختیایي بودیجې څخه پلې شوې او شاوخوا ۲۷ ميليونه افغانی لګښت پرې راغلی دی.

ياده پروژه کې د ښار په دویمه او درېیمه ناحیه کې ۵۳۰ متره سړک، ۵۷۹ متره لښتي او ۸ پلچکونه جوړيدل شامل وو چې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

فصېح‌الدین فطرت: افغانستان نه‌ اشغالېدونکی هېواد دی

د اسلامي امارت د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري فصېح‌الدین فطرت وايي چې دا څلورم کال دی چې افغانان په بشپړه خپلواکي کې ژوند کوي او دا هېواد نه‌ اشغالېدونکی دی.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري ۲۸مه، له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې نمانځغونډه کې کړې دي.

عبدالحق وثیق: استخباراتي کړۍ چې له بهر تمویلېږي، ختمې به شي

د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست مشر عبدالحق وثیق وايي، هغه استخباراتي کړۍ چې هېواد کې له بهر څخه تمویلېږي، له‌منځه به یوړل شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري ۲۸مه، له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې نمانځغونډه کې کړې دي.

د نوموړي په وینا، اوسنی حکومت قوي اراده لري او چاته اجازه نه‌ورکوي چې په کور دننه مخالفت وکړي.

یعقوب مجاهد نړۍ ته: که اراده مو بده وي، ترې تېر شئ

د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمدیعقوب مجاهد وايي، که د نړۍ هېوادونه د افغانستان لپاره بده اراده لري، نو له دې ارادې دې تېر شي.

نوموړي وویل چې روس او چین دې هم دا فکر نه‌کوي چې امریکا به د دوی پر ضد کړنې کوي او نه دې هم امریکا دا فکر کوي.

امیرخان متقي: ګاونډیان دې د افغانستان لپاره چپه خوبونه نه‌ویني

بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۶مې کليزې نمانځغونډه کې وویل، هغه کسان چې په خپلو هېوادونو کې د اسلامي امارت پر غونډې رابولي، باید پوه شي چې د دوی له لوري د کيندل شوي کوهي پر لاره به د دوی هم کار شي.

د ملي دفاع وزیر: داځل باید ازادي له لاسه ورنکړو

هغه وویل: « د هېواد په هر فرد فرد دا لازم دي، چې د خپلواکۍ په ساتلو کې تر خپله وسه پورې خپل کوشش وکړي، تر څو د چا د خبرو تر تاثیر لاندې رانشي، موږ باید د پردیو دسیسو ته هوښیار واوسو او د دوی د هر بد عمل په وړاندې ودریږو او هیچاته اجازه ورنه کړو چې زموږ په چارو کې مداخله وکړي.»

ملاعبدالغني برادر: هرمېشتي افغانان دې هېواد ته راستانه شي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له بهر مېشت افغانانو غوښتنه وکړه چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

هغه دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري ۲۸مه، له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶ کلیزې نمانځغونډه کې کړې دي.