لوګر کې د کرومایټو پروسس فابریکه پرانېستل شوه

د لوګر مسوولان وايي، دغه فابریکه د یوه هېوادوال له لوري د ۱۴ میلیون افغانیو په شخصي لګښت پرانېستل شوه.

د لوګر د کانونو او پترولیم رئيس مولوي نقیب احمد فرقاني په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغه فابریکه د «سور غر زابل» شرکت له لوري د شاوخوا ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د محمداغې ولسوالي په «شکار کلا» سیمه کې جوړه شوې.

هغه وویل، یاده فابریکه به د ورځې په منځني ډول ۱۰۰ منه پروسس شوې قيمتي ډبرې تولید کړي.

له کندهاره سعودي او اماراتو ته د انځرو صادراتو لړۍ پیل شوه

د کندهار مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه بهر ته د انځرو د صادراتو لړۍ پیل شوه.

د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل نن (دوشنبه، اسد ۲۷) وویل، روان کال د لومړي ځل لپاره سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته ۱۰۰ ټنه انځر له کندهاره صادر شول.

ځوانان، اصلي قربانیان او بدلون راوستونکي؛ افغانستان کې ۵لسیزې سیاسي بدلونونه

افغانستان په وروستیو پنځو لسیزو کې ګڼ او ژور سیاسي تحولات لیدلي چې له سلطنتي نظام نیولې تر جمهوري‌پلوه، کمونستي، مجاهدین، جمهوریت او اوس هم اسلامي امارت، خو دې برخه کې تر ټولو ډېر زیان د افغانستان ځوان نسل ته رسېدلی.

د سرپرست حکومت د څلورم کال له پایته رسېدو سره هم‌مهاله، سلام‌وطندار د افغانستان د تېرو ۵۰ کلونو د بدلونونو په بهیر کې د ځوانانو د ونډې په اړه یوه څېړنه کړې.