افغانستان او ازبیکستان د ۲۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د برښنا تړونونه لاسلیک کړل

د برښنا شرکت دوو ازبیکستاني شرکتونو سره د ۲۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت د برښنا لېږد د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د برښنا شرکت اجراييوي مشر عبدالباري عمر نن (یکشنبه، اسد ۲۶) کابل کې د دغو تړونونو د لاسلیک غونډې ته وویل، دغه هوکړې د دغه شرکت او د ازبیکستان د برښنا وزارت اړوند د «اوز انرژۍ او نیګو انرژۍ» شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي.

د دنیا کتابتون؛ د مطالعې او ظرفیت لوړولو ځای

د کابل ښار په لوېدیځ کې د یوې ګڼې‌ګوڼې سړک ترڅنګ یوې درې پوړیزې ودانۍ کې میزونه او څوکۍ په منظم ډول تنظیم شوي.
زده‌کونکي او زده‌کړیالان یې شاوخوا ته ناست دي او مطالعه کوي.
دا هغه کتابتون دی چې د دنیا په نوم یادیږي او یوه ځوان د ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ کړی.
د دنیا کتابتون مسوول وايي، دغه کتابتون یې یو کال وړاندې د مطالعې لپاره د یوه معیاري ځای د برابرولو او د مطالعې فرهنګ ته د ودې ورکولو په موخه جوړ کړی.

اقتصادي کارپوهان: افغانستان کې د نړیوالو مرستو اغېزمنتیا پلان ته اړتیا لري

د روان کال له پیل راهیسې د متحده ایالاتو د مرستو د بندیدو، د میلیونونو افغان کډوالو د بېرته ستندېدو او د اقلیمي بدلونونو د اغیزو په ترڅ کې، په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیاوې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي.

ځینې مرسته کوونکې هېوادونه، هېواد کې د واکمنو چارواکو د مداخلې د اندیښنو له امله، د بشري مرستو د دوام په اړه کم لېواله شوي دي.

کندهار کې بې‌وزله کورنیو ته «وزې» ورکړل شوي

د کندهار ښار په پنځمه او لسمه ناحیو کې د ۴۰ بې‌وزلو، بې‌سرپرسته او معلولو وګړو کورنیو ته «وزې» ورکړل شوي دي.

 دغه مرسته د افغانستان لپاره د پایښت‌لرونکي معیشت موسسې په تخنیکي همکاري شوې ده. د  کندهار مالدارۍ امریت استازي حافظ حمیدالله سلام‌وطندار ته وویل، د نوم‌‌لیکنې بهیر دوه میاشتې وړاندې پیل شوی و او اوس هرې مستحقې کورنۍ ته دوه-دوه وزې ورکړل شوې دي.

چین کې سېلابونه؛ اته کسان مړه او څلور ورک دي

د چين دولتي رسنۍ راپور ورکړی چې د شنبې په شپه د شمالي چين په انرموګولیا کې د سېلاب له امله لږترلږه اته کسان مړه شوي او څلور نور لادرکه دي.

دغه پېښه د ختيځې اسيا د مونسن سختو بارانونو پرمهال رامنځته شوې چې د نړۍ دويم ستر اقتصاد لرونکي هېواد ته یې ګډوډي رامنځتهکړې ده.

اوکراین د روسیې په ورونژ سیمه کې ډرون بریدونه کړي

د روسیې د ورونژ سیمې چارواکي وايي چې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکې په وروستي برید کې د اورپټلۍ یو کارکوونکی ټپي شوی او د برښنا یوه مزی زیانمن شوی دی.

د ورونژ والي الکساندر ګوسېف د یکشنبې په ورځ پر خپل ټیلیګرام ویلي: «د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ریل پټلۍ یو تخنیکي کارکوونکی د برید پرمهال ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.»

خمزات چماييف د UFC د منځني وزن نوی اتل شو

د ازادو سیالیو لوبغاړی خمزات چماييف د UFC په منځني وزن کې خپل سیال ډرېکس ډوپلېسس ته ماته ورکړه او د اتلولۍ کمربند یې خپل کړ.

دغه سیالي د شنبې په شپه د امریکا د شیکاګو په یونایټډ سنټر لوبغالي کې وشوه چې په‌کې نوموړي د سوېلي‌‌افریقا اتل ډرېکس ډوپلېسس مات کړ.

پاکستان کې سېلابونه؛ د مړو شمېر له ۳۰۰ کسانو واوښت

د سيمه ييزو چارواکو په وينا، دغه ناورین د خيبرپښتونخوا په غرنیو او لرې پرتو سيمو کې د دوو ورځو د سختو بارانونو، ناڅاپي سېلابونواو د ځمکې ښوېدنو له امله رامنځته شوی دی.

چارواکي دا پېښه د روان کال د موسمي بارانونو تر ټولو مرګونې پېښه بولي او زياتوي چې د مرګ‌ژوبلې شمېر لاهم د زياتېدو په حال کې دی.

اسراییل د غزې اوسېدونکي سویلي سیمو ته لېږدوي

د اسراییل پوځ ویلي چې د غزې اوسیدونکو ته به له نن یکشنبې ورځې خیمې او نور د سرپناه تجهیزات ورکړل شي، څو هغوی له جنګي سیمو سویل ته ولېږدول شي.
رویټرز اژانس راپور ورکړی چې د اسرایيل پوځ د غزې د شمالي سیمو تخلیه کولو ته چې شاوخوا ۲.۲ میلیون وګړي په کې اوسیږي، چمتوالی نیسي.
اسراییل وروسته له هغې دغه پرېکړه کوي چې امنیتي کابینې یې څه موده مخکې د غزې ښار د بشپړ کنټرول طرحه تایید کړه.