هلمند کې ۶۹زره زده‌کوونکو ته د قرطاسیې او کتابونو وېش پیل شو

د هلمند د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې سږکال به شاوخوا ۶۹زره زده‌کوونکو ته قرطاسیه او ۲۸زره او ۸۴۸ سیټه د لومړي ټولګي کتابونه ووېشل شي.

د دې پروسې مالي لګښت یوې مرسته کوونکې موسسې پر غاړه اخیستی دی چې نن «شنبه، زمري ۲۵مه» یې د وېش په تړاو غونډه هم جوړه کړې وه.

سرپل کې معلولانو ته ویلچرونه او نغدي مرسته ووېشل شوه

د سرپل د شهدا او معلولینو چارو ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت ۶۰ معلولانو ته ۶۰ عرادې ویلچرونه او ۶۰زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې ده.

د سرپل د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي، دغه مرسته د «اُمه» خیریه بنسټ په همکارۍ شوې.

د اوبو او برښنا وزارت: د ۱۷۵ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید چارې روانې دي

د اوبو او برښنا وزارت مسوولان وايي، دامهال په پنځو ولایتونو کې د لمریزې برښنا د تولید د شپږو سترو پروژو چې ټولټال د ۱۷۵ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري، چارې روانې دي.
د دغه وزارت ویاند مطیع‌الله عابد وویل، افغانستان د لمریزې برښنا د تولید لوړ ظرفیت لري او دغه وزارت هڅه کوي چې دغه برخه کې د خصوصي سکټور پانګونه راجلب کړي.

یو بل نابغه؛ هرات کې ۹کلن ماشوم هرو دوو میاشتو کې یوه ژبه زده‌کوي

د هرات محلي چارواکي وایي چې نهه کلن محمدامیري چې هېڅ‌کله ښوونځي ته نه‌دی تللی، په خپل استعداد سره توانېدلی چې په خپلواکه توګه اته ژبې زده‌کړي.

د هرات د والي ویاند، محمدیوسف سعیدي، نن (زمري ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ماشوم په دري، پښتو، انګلیسي، جرمني، عربي، فرانسوي، ترکي او اردو ژبو خبرې کوي.

د کندهار شاولیکوټ کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو چکډېم جوړېږي

په کندهار کې چارواکي وايي چې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت په لوړ شاولیکوټ ولسوالي کې یو چکډېم جوړېږي.

دغه چکډېم د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیایي بودیجه، د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکاري او د طبیعي سرچینو امریت تر مستقیمي څارنې لاندې جوړېږي.

۵۰ کاله جزيي پرمختګونه او سختې ماتې؛ افغانستان کې د ښځو د ژوند داستان

سلام‌وطندار تېرو ۵۰ کلونو کې د ښځو پر وضعیت د حکومتونو د رول څېړلو په موخه شنونکو سره مرکې کړي.
پایلې ښي، له مشروطه شاهي او د داوود خان له جمهوریته نیولې، تر کمونستي رژيم، د مجاهدینو تر کورنۍ جګړې، د اسلامي امارت د دوو دورو او جمهوري نظام پورې، ښځو تېرو ۵۰ کلونو کې لنډمهاله هیلې او دردناک شاتګ تجربه کړی.

د اوکراین په اړه د ټرمپ او پوتین ناسته بې‌پایلې پایته رسېدلې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین آلاسکا کې له نږدې ۳ ساعته خبرو وروسته د اوکراین جګړې په تړاو کومې هوکړې ته ونه رسېدل.
خو د راپورونو پر اساس، ټرمپ دغه ناسته ګټوره بللې او ویلي، ډېرو مواردو کې پرمختګ شوی، خو یو څو مهم اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي.
پوتین هم د خبرو فضا ښه بللې او ټینګار یې کړی چې د اوکراین کړکېچ د تلپاتې حل لپاره باید د جګړې اصلي لاملونه له منځه یوړل شي.