پارک ته د تګ حق؛ مېرمنې تفریح د کورنیو یووالي لپاره مهمه بولي

یوشمېر مېرمنې وايي، د اپارتمانونو ژوند ګڼ محرومیتونه لري او د خپلې روغتیا لپاره اړینه بولي چې په مناسبو وختونو او وړ چاپېریالي شرایطو کې تفریح ځایونو ته د تګ حق ولري.
دوی وویل، د ذهني سکون او تفریح لپاره د وړ ځای نه‌شتون یې ذهني ناارامي نوره هم زیاته کړې او اړتیا ده چې تفریحي سیمو ته د تلو زمینه ورته برابره شي.

له سړک د روزي ګټل؛ د هغه کس کیسه چې د سړک غاړې سلمان دی

لمر په کږه کرښه رڼا غورځوي او هوا هر ساعت تودېږي، خو هغه اړ دی چې دا تودوخه وزغمي. د چاریکار د ابتداییه محکمې څنګ ته، له لرګي جوړې یوې زړې څوکۍ کې ناست دی. مخامخ یې بله څوکۍ د مراجعه‌کوونکي لپاره ایښې ده.

په لاس کې یې یوه کوچنۍ کڅوړه ده چې په‌کې څو قیچي، یوه کُمنز، څو پاکي او یوه ماته هنداره پرته ده.

میدان‌وردګ کې یو مسلکي کوډګر نیول شوی

د میدان‌وردګ د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اوریدو ریاست وایي چې دغه ولایت کې محتسیبینو یو مسلکي کوډګر نیولی دی.

د دغه ولایت د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست له لوري سلام‌وطندار ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کوډګر د محتسیبینو له لوري د سیداباد ولسوالي په مرکزي حوزه کې نیول شوې دی.

د نیوزیلنډ لومړی وزیر: نتن‌یاهو خپل عقل له لاسه ورکړی

د نیوزیلنډ لومړي وزیر کریسټوفر لکسون، د اسراییلو پر لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو توندې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې هغه «خپل عقل له لاسه ورکړی» دی.

لکسون د غزې پر تازه بریدونو سخت غبرګون ښودلی او دا یې «په بشپړ ډول د نه منلو وړ» بللي دي.

مارکو روبیو: پر غزې د حماس د واکمنۍ دوام ته اجازه نه‌‌ورکوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د فلسطین حماس ډلې ته اجازه نه‌شو ورکولای چې پر غزې خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي: «نشي کېدای حماس ته اجازه ورکړو چې پر غزې خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي.»

د هنګري لومړی وزیر: روسیې له اوکراین جګړه ګټلې

د هنګري لومړي وزیر، ویکتور اوربان د جمعې د ورځې د ټاکل شوې لیدنې په درشل کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ کېږي، ویلي دي چې روسیه د اوکراین په جګړه کې بریالۍ شوې ده. اوربان وویل: موږ داسې خبرې کوو لکه دا چې دا یوه نه ختمېدونکې جګړه وي، خو داسې نه ده. اوکراینیانو جګړه بایللې ده، روسیې دا جګړه ګټلې ده.

له خبریالۍ د ډېوو تر تولید؛ د یوې خبریالې د کار د بدلون کیسه

د یوې وړې کارخونې د مېز ترڅنګ ناسته ده؛ چېرې چې د هغې په لاس د جوړې شوې ډېوې نرمې لمبې د پارافین او رنګ خوږ بوی خپروي. سارا محمدي؛ هغه نجلۍ چې پخوا به یې په یوه تصویري رسنۍ کې د میز تر شا خلکو ته خبرونه وړاندې کول، اوس یې د زینتي شمعو جوړولو ته مخه کړې؛ هغه بدلون چې د ژوند د سختیو له امله رامنځته شوی.