د ارګو ولسوالي اوسېدونکي: خصوصي روغتون ته د لوړو فیسونو له امله نشو ورتللی

د دې ولسوالي یو اوسېدونکی، احمدنوید وایي چې د ولسوالي دولتي روغتون اړین او باکیفیته خدمات نه‌ءوړاندې کوي چې له امله یې ناروغان اړ کېږي خصوصي کلینیکونو ته ورشي، خو په وینا یې، هلته هم د خدماتو لګښتونه په وروستیو میاشتو کې لوړ شوي او ډېری ناروغان یې نه‌شي ورکولی.

د هېواد په ښارونو او کلیو کې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي وضعیت ارزونه

دغه څېړنه د افغانستان په ښاري او کلیوالي سیمو کې د روغتیایي خدماتو د لاسرسي وضعیت څېړلو په موخه ترسره شوې. د ۳۲ ولایتونو له ۱۱۳۶ اوسېدونکو څخه ترلاسه شوي مالومات ښيي چې د لاسرسي، د خدماتو کیفیت او د درملو د شتون په برخه کې د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ د پام وړ توپیرونه شتون لري.

پکتيا کې د «تور الماس» په نوم درې ورځنی ملي او نړیوال نندارتون پرانيستل شو

د پکتيا د صنعت او سوداګری رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې نن «سه‌شنبه، زمري ۲۰مه» د سيکارام احمدي بازارموندنې شرکت له لوري درې ورځنی ملي او نړيوال نندارتون پرانېستل شوی دی.

د ياد نندارتون د پرانيستې مراسمو کې د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمدعظيم عظيمي وويل چې د ياد نندارتون په ۶۵ غرفو کې بېلابېل کرنيز، توليدي توکو نندارې ته اېښودل شوي دي.

د سلام‌وطندار سروې؛ کلیو کې ۱۲.۶ سلنه خلک درملو ته لاسرسی لري

سلام‌وطندار ښارونو او کلیو کې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي څېړلو په موخه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ۱۱۳۶ ښاریانو ترمنځ سروې ترسره کړې.

دغه سروې کې له ۱۰ مختلفو شاخصونو د راټول شویو مالوماتو پر بنسټ، د ښاریانو او کلیوالو ترمنځ روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي، کیفیت او رضایت په برخه کې ستونزې پرتله شوي.

زېلېنسکي او محمدبن سلمان د اوکراین کړکیچ په اړه ټیلیفوني خبرې کړي

د سعودي ولیعهد شهزاده محمدبن سلمان د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره تلیفوني خبري کړې دي.

د سعودي رسمي خبري اژانس «واس» د راپور له مخې، محمدبن سلمان او زېلېنسکي په دې تلیفوني خبرو کې د اوکراین د کړکېچ وروستي پرمختګونه څېړلي او پر نورو موضوعاتو یې هم خبرې کړې دي.

پکتیکا کې په ۱۳میلیونه افغانیو د کتلوي معافیت لپاره د نوې ودانۍ جوړېږي

د پکتيکا ولایت مقام څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عامې روغتيا وزارت د مرستيال عبدالولي حقاني او نورو ولايتي چارواکو له لوري د عامې روغتيا رياست په انګړ کې د کتلوي معافيت لپاره د ۱۳ميليونه افغانيو په لګښت د نوې ودانی جوړېدو چارې پيل شوې.

سمنگان کې په ۱۶میلیونه افغانیو د اوو پروژو چارې پیل شوې

د سمنگان محلي چارواکي وايي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوو پروژو چارې پيل شوې.

د سمنگان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست رییس اخترمحمد مصباح وايي چې د دې پروژو کار (دوشنبه، د زمري ۲۰مه) د ایبک ښار او د خرم او سارباغ ولسوالیو کې پیل شوی دی.

غزه کې د لوږې له امله څه باندې ۱۰۰ ماشوم مړه شوي

ملګري ملتونه وايي چې غزه کې د روانې جګړې او کلابندۍ له امله شاوخوا سل ماشومانو د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اوچا دغه وضعیت له شرمه ډک او ویجاړونکی بللی او د بېړني اقدام غوښتنه یې کړې ده.

شاعري د احساساتو، فکرونو او فرهنګ په ژبه د ټولنې رښتینی انځور بیانوي

ډېری وخت د ننګرهار په جلال‌اباد ښار او شاوخوا ولسوالیو کې فرهنګي مشاعرې جوړېږي چې په‌کې ډېری ځوان شاعران او لیکوالان ګډون کوي.

دا پروګرامونه د ځوانو شاعرانو لپاره یو فرصت بلل کېږي، څو خپل ذوق او استعداد وځلوي او ترڅنګ يې، هغه خبرې د شعر په بڼه تر نورو ورسوي چې پر ساده الفاظو يې بيانول ورته ستونزمن وي.