کابل کې د ښاري تنظیف کارکوونکی: سخت ژوند تېرولو سره مو ځان عادت کړی

کابل کې د ښاري تنظیف یو شمیر کارکوونکو چې نارنجي یونیفورم یې اغوستي، په یوه خاموشه کوڅه کې د یوې زړې ونې تر سیوري لاندې دیوال ته تکیه کړي، څو له سوځونکي لمر ځان وساتي او خپله ستړیا راکمه کړي.
هغه دسترخوان چې هوار کړی یې دی، په‌کې یوازې څو ټوټې وچه ډوډۍ او څو پیالې چای تر سترګو کیږي.

زرګونه اسراییلیانو د غزې نیولو پرېکړې پر ضد لاریون کړی

د غزې ښار نیولو په تړاو د اسراییل د امنیتي کابینې د پلان او غزه کې د جګړې پراخولو پر ضد زرګونه اسراییلیانو لاریون کړی او ورسره یې د برمته شویو کسانو د تبادلې غوښتنه کړې. د راپورونو پر اساس، د برمته شویو اسراییليانو د کورنیو غړو د دغه لاریون په ترڅ کې هڅه کړې چې له تل‌ابیب سره نښلېدونکې لارې بندې کړي، خو پولیسو یې مخنیوی کړی.