افغانستان کې د وچکالۍ نظرپوښتنه؛ د کروندګرو پر ژوند او د خوړو پر خوندیتوب اغېزې

دغه سروې چې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د ۱۰۲۰ کروندګرو په ګډون شوې، په کلیوالي سیمو کې پر ټولنیز پایښت، خوړو خوندیتوب او د خلکو پر معیشت د وچکالي د پراخو اغېزو، کره او ټکان‌ورکوونکی خبرداری وړاندې کوي.
موندنې ښيي چې وچکالي یوازې اقلیمي ننګونې نه‌، بلکې څو اړخیز ناورین دی چې اقتصادي، ټولنیزې او چاپېریالي پایلې له ځان سره لري او د کروندګرو ژوند ګواښي.

له کاري راتلونکې اندېښنه؛ ځوانانو محدودو تحصیلي څانګو کې زده‌کړو ته مخه کړې

بېلا بېلو ولایتونو کې لسګونه ځوانانو سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې د غوره کاري فرصتونو او ښې کاري راتلونکې لرلو په دلیل یې هغو څانګو کې زده‌کړو ته مخه کړې چې نه‌یې خوښوي.
دغه راپور کې د ۱۲ ولایتونو له ۴۰ ځوانانو سره خبرې شوي چې ۱۲ هغه یې د طب څانګې، ۱۰ د کمپیوټر ساینس، ۷ د اقتصاد، ۵ د حقوقو او ۳ د ژورنالیزم زده‌کړیالان دي.

د لوګر پوهنې ریاست سره ولسي وګړو ۷ میلیونه افغانۍ مرسته کړې

د لوګر پوهنې مسوولان وایي چې ولسي وګړو او پانګوالو د ښوونځيو د بیارغونې په موخه له پوهنې ریاست سره د ۷ میلیونه افغانیو مرسته کړې ده.

 د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پورعرب سلام‌وطندار ته وویل چې دغه مرسته باندې یوشمیر ښوونځيو ودانۍ بیارغول شوې او همدارنګه ۱۴ښوونځيو ۲۰زره زده‌کوونکو ته د څښاک پاکو اوبو سېستمونه جوړ شوې دي.

د برازیل ولسمشر: له ټرمپ سره خبرو ته نه کېنم

 د امریکا له لوري پر برازیل د ګمرکي تعرفو د ۵۰سلنې زیاتوالي په غبرګون کې د یاد هېواد ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دا‌سیلوا ویلي چې ډونالډ ټرمپ سره د خبرو نیت نه‌لري.

لولا د چهارشنبې پر ورځ له «رویټرز» سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، دامهال له ټرمپ سره خبرې «شرموونکي» دي، او تر هغه وخته به خبرې ونه‌کړي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې ټرمپ په رښتینې توګه د خبرو اراده لري.

غزني کې په ۱۷ میلیونه افغانیو دوه پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د غزني محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

په دې پروژو کې د اوبو یو کانال او یو سړک شامل دی. دغه پروژې د غزني د کډوالو ښارګوټي او نواباد سیمو کې پلې شوې دي.

غزه کې ۴۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلو د هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو پرمهال ۴۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دوی په وینا، په وژل شویو کې ۱۸ کسان مرسته ترلاسه کوونکي دي.

لوګر کې د مور او ماشوم د مړینې کچه ۹۹سلنه ښکته شوې

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د مور او ماشوم د روغتیايي درملنې په موخه نوي مرکزونه پرانېستل شوې دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس خافظ سیدالرحمن قادري سلام‌وطندار ته وویل، دغه مرکزونه د عامې روغتیا وزارت له لوري د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په همکارۍ په بېلابېلو ولسوالیو کې پرانېستل شوي چې زرګونه مېندو او ماشومانو ته خدمات وړاندې کوي.

خوست کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

د خوست ولايتي مسوولان وايي چې په دې ولایت کې د سخت توپان او باران له امله په مرکز او ځینو ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د خوست د پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې ريس دوست محمدهلال وايي چې د ښار د دویمې ناحیې اړوند وېش مارکېت سیمه کې د سېلاب له کبله دوه کسان مړه شوي او شاوخوا شل کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي.