د سلام‌وطندار نظرپوښتنه؛ څه باندې ۸۰سلنه کروندګر وچکالۍ اغېزمن کړي

سلام‌وطندار د یوې پراخې سروې له مخې موندلې چې وروستۍ وچکالۍ د کروندګرو پر ژوند، د خواړو په خوندیتوب او ټولنیز وضعیت د پام وړ اغېز کړی.
دا سروې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې له ۱۰۲۰ بزګرانو سره د مرکو په بڼه شوې چې ۸۰ سلنه یې ترې په لویه کچه اغېزمن شوي او ۹۰ سلنه په جدي ډول اندېښمن دي.

لوګر کې سږکال د مڼو حاصلات ۱۹زره مټریک ُټنه اټکل شوی

د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې سږکال د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د مڼو حاصلاتو کچه ۴سلنه لوړه شوې ده.

د دغه ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلام‌وطندار ته وویل، سږکال د مرکز پل‌علم په ګډون د ولسوالیو د مڼو حاصلات شاوخوا ۱۹زره مټریک ټُنه اټکل شوي چې د تېرکال په پرتله په‌کې  ۴سلنه زیاتوالی راغلی دی.

کندهار کې په ۳۰ میلیونه افغانیو «تفریحي پارک» جوړېږي

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو تفریحي پارک جوړېږي.

د دوی په وینا، دغه پارک د لوړشاولیکوټ ولسوالي په منګالي فارم کې به د یو سوداګر په مالي لګښت او تخنیکي همکارۍ د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو معیاري او لوی تفریحي پارک جوړولو چاري پیل شي.

غزه کې په یوه ورځ ۸۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله په یوه ورځ ۸۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزې روغتیا وزارت په وینا، په دې کسانو کې ۵۸ هغه مرسته ترلاسه کوونکي هم شامل دي چې د مرستو وېش مرکزونو مخې‌ته ورټول شوي وو.

بامیان کې یوې مېرمنې د ښځو لپاره «د غاښونو کلینیک» جوړ کړی

افغانستان په څېر دودیزه ټولنه کې د مېرمنو لپاره د ځانګړو خدمتونو وړاندې کولو چاپېریال رامنځته کول کولای شي چې د ښځو روغتیا او توانمندۍ برخه کې ګټور تمام شي.

په همدې موخه د نصیبه سعادت په نوم یوې مېرمنې د «مېرمنو لپاره د غاښونو ځانګړی کلینیک» جوړ کړی چې په دې چاپېریال کې یوازې مېرمنې خدمات وړاندې کوي.

د هرات مسوولان: له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو شمېر کم شوی

د هرات ځايي مسوولان وايي، دې وروستیو ورځو کې د اسلام‌کلا له لارې ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو شمېر کم شوی.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د کډوالو چارو ته د رسېدنې عالي کمیسیون د عامه پوهاوي او اطلاعاتو کمیټې مسوول احمدالله متقي نن وویل، تېرو دوو ورځو کې ۱۳ زره افغانان د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته راغلي.

ملګروملتونو افغانستان کې د وچکالۍ زیانونو مخنیوي لپاره د مرستو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO ویلي، افغانستان کې وچکالۍ کرنې او مالداري سخته ځپلې او د لا زیاتونو زیانونو د مخنیوي لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

دغه سازمان تېره ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي چې وچکالي فصلونه فلج کوي، څاروي له منځه وړي او د خوړو ناامني لا پسې ژوروي.