
میدانوردګ کې زر کیلو واټه ټرانسفرمر ګټېاخېستنې ته وسپارل شو
A 1,000-kilowatt transformer was put into operation in Maidan Wardak.

A 1,000-kilowatt transformer was put into operation in Maidan Wardak.

یمن کې د حوثي ډله وايي چې د اسراییلو پر بېلابېلو سیمو یې، د ډرون بریدونه کړي دي.
د یادې ډلې ویاند یحیی سرېع ویلي چې د اسراییلو حیفا بندر یې، پر ډرون ویشتلی دی. د نوموړي په وینا، د اسراییلو دوه نورې سیمې یې هم وېشتلي دي.

د روانې میلادي میاشتې (اګست) لومړۍ اوونۍ د مور له شیدو د تغذیې نړیوالې اوونۍ سره برابره ده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن (دوشنبه، زمر ۱۳مه) دا اوونۍ د «پایښتلرونکي ملاتړ د سېسټمونو رامنځته کول» تر نړیوال شعار لاندې، د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت د خطاطانو انجمن په همکارۍ، د «قلم ځلا» تر سرلیک لاندې د «کوفي خط» لومړنۍ نندارتون نن (دوشنبه، زمري ۱۳مه) پرانېستل شوی دی.
د نندارتون جوړوونکی، سیدشمسالدین نوريزاد وايي، په دې نندارتون کې ۴۵ هنري اثار د «کوفي خط» په بېلابېلو سبکونو، په ځانګړي ډول د لومړي هجري قرن دودیز سبکونو، نندارې ته کېښودل شوي دي.

غزه کې چارواکي وايي چې د اسراییلي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله ۹۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه کسان یوازې پرون «یکشنبه، اګسټ درېیمه» وژل شوي چې ۵۶ کسان یې، مرسته ترلاسه کوونکي دي.

د ملګروملتونو د کډوالۍ سازمان وايي چې د یمن په سواحلو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۶۸ افریقايي کډوالو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۴ نور ټپیان شوي دي.
یمن کې د ملګروملتونو د کډوالۍ سازمان «IOM» مشر عبدالستار ایسویوف اسوشیډېډپرېس خبري اژانس ته ویلي چې په دې کښتۍ کې د ایتوپیا ۱۵۴ وګړي سپاره وو او د یمن ابین ښار ته نږدې په اوبو کې ډوبه شوې ده.

د ایران د بشري حقونو سازمان «ههنګاو» مسوولان وايي چې ایران د تېرې جولای میاشتې پرمهال د دغه هېواد په زندانونو کې پنځه افغانان په دار ځړولي دي.
دغه سازمان «یکشنبه، زمري دولسمه» په یوه راپور کې ویلي چې د ایران په زندانونو کې د ۹۶ کسانو د اعدام حکم اجرا شوی دی.
د راپور پر بنسټ، اعدام شوي کسان د نشهيي توکو، وژنې، جنسي تیري او سیاسي فعالیتونو په تور نیول شوي وو.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غزه کې له سره صلیب غوښتنه کړې چې له حماس سره یرغمل شویو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
نتنیاهو د سره صلیب نړیوال سازمان سیمهییز مشر جولیان لیریسن سره د خبرو پرمهال پر هغه غږ کړی چې غزه کې د حماس له لوري یرغمل شویو ته خواړه برابر او طبي مرستې ورسوي.