هلمند کې یو «کاهن» نیول شوی

په هلمند کې د امربالمعروف و نهې عن‌المنکر ریاست اړوند چارواکو د ناوې ولسوالي اړوند سیمه کې یو کاهن نیولی دی.

د چارواکو په وینا، دغه کم عمره ماشوم به د پېریانو د تسخیر او د غیبي خبرو ادعا کوله او په دې پلمو به یې، له خلکو پیسې اخیستې.

د هلمند د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست چارواکي وايي، یاد کس چې یو کم عمره هلک دی، له څه مودې راهیسې یې ځان پیر معرفي کاوه او خلکو ته به یې ویل چې پېریان یې تسخیر کړي دي.

ډونالډ ټرمپ: د غزې وضعیت اندېښمنونکی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غزه کې روان وضعیت ترینګلی او اندېښمنونکی بللی او پر حماس یې تور لګولی چې غزې ته لېږدېدونکي توکي غلا کوي.

حماس تراوسه د ټرمپ د دې ادعا په تړاو کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «غواړم ډاډ ترلاسه کړم چې مرستې د غزې اوسېدونکي ترلاسه کوي.»

له سپین‌بولدک څخه پاکستان ته د ۱۵۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

د کندهار سپین‌بولدک ولسوالي کې چارواکو د یوه ګډ کمپاین په ترڅ کې هغه هڅه شنډه کړه چې قاچاق‌وړونکي غوښتل شاوخوا ۱۵۰۰ پسونه له افغانستان څخه پاکستان ته قاچاق کړي.

چارواکي وايي، یوشمېر کسانو غوښتل یاد پسونه له فرضي کرښې څخه هاخوا، پاکستان ته قاچاق کړي، خو د دوی هڅه د ځایي ادارو له‌خوا پر وخت شنډې شوې.

پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ ۲۸کسان وژل شوي او ۱۰۰ ټپیان دي

په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي تر دې وړاندې په خپله شپنۍ وینا کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی و او ویلي یې و چې د ژغورنې عملیات تر ماښامه روان وو. د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي، له ۱۲۰۰ ډېر پولیس او ژغورونکي د پېښې ځای ته ورغلې دي.

میدان‌وردګ کې په نږدې ۱۳میلیونه افغانیو د درېوو پروژو چارې پيل شوې

د میدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د درېوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د تطبیق چارو امر محمدسلیم بریالي سلام‌وطندار ته وویل چې دا پروژې د جغتو ولسوالي په ابطله او ادینه کلیو کې پلې کېږي چې په‌کې دوه لس متري پلونه او ۶،۸ کیلومتره کلیوالي سړک شامل دي.