د ایران ولسمشر: امریکا او اسراییل مو ښه مات کړل

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسراییلو او امریکا پر وړاندې د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر وړاندې خپل ځواکونه ستایلي او زیاته کړې یې ده چې دغه هېوادونو ته یې، ښه ماته ورکړه.

د نوموړي په وینا، «دښمن» نه‌انګېرله چې دوی به له دومره سخت ځواب سره مخ شي.

لوګر کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې

د لوګر محمداغې ولسوالي کې د ۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت د ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید او سب‌سټېشن جوړولو پروژې چارې پيل شوې.
یاده پروژه په دوو برخو کې پلې کیږي چې لومړۍ یې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید دستګاه جوړول او دویمه برخه یې د ۱۲۶ میګاولټ امپیر سب سټیشن جوړول او د برښنا د لېږد مزو غځول دي.

د اوچا ارزونه؛ بېلابېلو لاملونو افغانستان کې د مرستورسولو بهیر ټکنی کړی

دغه راپور د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو اړوند دی. د اوچا موندنې ښيي چې اداري محدودیتونه، چاپېریالي ننګونې او په ځینو برخو کې د حکومت لاسوهنې، هېواد کې د مرستو بهیر کمزوری کړی. بل‌خوا د اقتصاد وزارت وايي، افغانستان کې نړیوالې مرستې د یادو بنسټونو له لوري کېږي او سرپرست حکومت په‌کې لاس نه‌لري.

روزګان کې ۶۹۹ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

په روزګان کې د کلیو بیارغونې ریاست تر څار لاندې دECO  موسسې په  مالي ملاتړ او د MEDAIR  مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دهراوود ولسوالي په دورشانک کلي کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

مهاجر فراهي: نور د جګړو او افغانان د وچکالي له امله بې‌‌ځایه کېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي د سلام‌وطندار له لوري د «اقلیمي بدلون څرنګوالي کې د رسنیو ونډه» تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډه کې وویل چې د هېواد ډېری برخې د اقلیمي بدلون له کبله اغېزمنې شوې دي.

د نوموړي په وینا، په نورو هېوادونو خلک د جګړو له امله بې‌ځایه کېږي، خو په افغانستان کې وچکالي د خلکو د بې‌‌ځایه کېدو لامل شوې ده.

بدخشان کې په لومړي ځل د ډله‌ییز واده مراسم جوړ شوي

بدخشان کې د لومړي ځل لپاره ۲۲ جوړو ته د ډله‌ییز واده مراسم جوړ شوي دي. د ډله‌ییز واده دغه مراسم د «اروین» بنسټ له لوري برابر شوي و.

د یاد بنسټ مشر شبیراحمد احمدي وايي چې دغه ډله‌ییز واده یې، د هغو ځوانانو لپاره جوړ شوی کړی و چې د اقتصادي ستونزو له امله یې، د واده د مراسم لګښتونه نشوای برابرولی.

روزګان کې وسلې او پوځي تجهیزات نیول شوي

د روزګان محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په ترینکوټ ښار کې د کشفي عملیاتو پرمهال وسلې او مهمات نیول شوي دي.

د دوی په وینا، امنیتي ځواکونو د ترینکوټ ښار اړوند خیروکارېز سیمه کې د پخواني حکومت د امنیت د امر د یوه ساتونکي پر کور عملیات شوي چې له امله یې یو لړ ناقانونه وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

غزه کې ۷۱ فلسطینیان د مرستو ترلاسه کولو پرمهال وژل شوي

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، اسراییلي ځواکونو یوازې تېره ورځ ۷۱ فلسطینیان د بشري مرستو ترلاسه‌کولو پرمهال وژلي او ګڼ شمېر نور ټپیان کړي.

د راپورونو پر اساس، تېرو شاوخوا دریو میاشتو کې د اسراییلي ځواکونو لخوا د مرستو په لټه کې له ۱۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي.