
کابل کې په اته میلیونه ډالرو د «ممیزو د پروسس» کارخونه پرانېستل شوه
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دې کارخونې د فعالیت پيل د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې مهم ګام یاد کړی دی.
د نوموړي په وینا، د یادې کارخونې د فعالیت پیلېدو سره به د سیمې اقتصاد په حرکت راشي، صادرات به معیاري بڼه غوره کړي او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه هم برابره شي.







