مهر؛ د ناسمو دودونو او اقتصادي ستونزو له امله د ښځو هېر شوی حق

یوشمېر ښځو سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې زیاتره هغوی د خپل مهر حق په اړه پوهاوی نه‌لري یا تر واده کولو وروسته د اقتصادي فقر او د کورنیو فشارونو په دلیل نه‌دي توانېدلي چې هغه ترلاسه کړي.
دغه راپور کې هغو نجونو سره هم خبرې شوي چې واده یې نه دی کړی. دغه نجونې وايي، خپلو کورنیو کې د مهر حق ټاکلو لپاره هېڅ واک نه‌لري.

روغتیاپالانې: د میاشتني عادت پرمهال غیرطبیعي درد جدي ناروغۍ رامنځته کوي

میاشتنی عادت یا حیض د یوې ښځې د ژوند یوه طبیعي برخه ده. معمولآ میاشتنی عادت له ۳ تر ۷ ورځو دوام کوي او ځینې ښځې یو څه ناراحتۍ سره مخ کیږي، خو شته یو شمېر ښځې چې دغه وخت کې سخت جسمي دردونه تجربه کوي. د روغتیاپالانو په وینا، د میاشتني عادت پرمهال شدید دردونه د کیست، ماشوم‌ نه‌راوړلو، د رحم فیبروید یا هورموني اختلالاتو په څېر د جدي ستونزو ښکارندويي کوي.

هند: کشمیر کې مو درې پاکستانیان وژلي

د هند د کورنیو چارو وزرات وايي چې په جمو او کشمیر کې یې «پهلګام» پېښې په پورې تړلي درې پاکستاني وګړي وژلي دي.

په دې ترهګریز برید کې شاوخوا ۲۶ هندي سیلانیان ووژل شول چې وروسته بیا دواړو هېوادونو د څلور ورځو لپاره پر یوه بل بریدونه هم وکړل.

د هند کورنیو چارو وزیر امت شاه د یاد هېواد پارلمان ته وویل: «غواړم ټول ملت ته ووایم چې دا درې ترهګر ول چې زموږ هېوادوال یې ووژل چې اوس درې واړه ووژل شول.»

د فلسطین لومړی وزیر: موږ خپلواک او پرمختللی فلسطین غواړو

د فلسطین د خپلواکې ادارې لومړی وزیر محمدمصطفی وایي چې د یوه خپلواک، ازاد او پرمختللي هېواد په توګه د فلسطین غوښتونکي دي.

نوموړي همداراز زیاته کړه چې د دوه حکومتي حل‌لارې په اړه نړیوال کنفرانس باید یوازې پر اعلامیو بسنه ونه‌کړي، بلکې عملي ګامونو ته لاره هواره کړي.

عباس عراقچي: د اسراییلو او امریکا بریدونو ته به پرېکنده ځواب ورکړو

هغه خبرداری ورکړی چې د امریکا او اسراییلو د بریدونو تکرار به د دوی له پرېکنده ځواب سره مخ شي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «که تېری تکرار شي، له شک پرته به په قوت او ځواک سره ځواب ورکړو. که زموږ د اټومي پروکرام په اړه اندېښنې چې بابد دغه پروګرام ملکي شي، نو پوځي تګ‌لارې ثابته کړې چې کار نه‌ورکوي، خو ډيپلوماټیکې خبرې ښايي، ګټورې وي.»

پکتیا کې ۱۲۵ مالدارانو سره د مالدارۍ توکو مرسته وشوه

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې له ۱۲۵ مالدارانو سره د مالدارۍ توکو مرسته شوې ده.

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست څخه نن «سه‌شنبه، زمري اوومه» په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اړیکو دفتر موسسې په مرسته د دې ولایت زرمت ولسوالي کې پر ۱۲۵ مالدارانو باندې د مالدارۍ  بستې او ځينې درمل ووېل شول.

پروان کې د ۷۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې منظور شوې

د پروان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څه باندې ۷۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶ پراختیايي پروژې منظور شوې دي.

د پروان د اقتصاد رییس مجیب‌الله رحیمي سلام‌وطندار ته وویل چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۷۸ میلیونه، ۱۹۷زره او ۴۵۶ افغانیو په ارزښت پروژې منظور شوي.

هلمند کې په ۱۱۳ میلیون افغانۍ د برښنا لېږد پروژې چارې پیل شوې

د هلمند ځايي مسوولان وايي، له کجکي تر موسی‌کلا ولسوالي پورې د ۳۸.۵ کیلومتره برښنا مزو غځولو پروژې چارې پیل شوې.
د هلمند د برښنا رییس حافظ هدایت‌ الله محمد وايي، په دغې پروژې ۱۱۳ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې له کورنۍ بودیجې ورکول کیږي.
د موسی‌کلا ولسواال حاجي جانان دغه پروژه د ولس اساسي اړتیا بولي.