تسلا او سامسونګ د ۱۶ میلیارډ ډالرو هوکړه لاسلیک کړه

د موټر جوړونې امریکايي شرکت تسلا او د سوېلي‌کوریا تخنیکي شرکت سامسونګ الکترونیکس ترمنځ د ۱۶ میلیارده امریکايي ډالرو ارزښت یو ستر سوداګریز تړون لاسلیک شوی دی.

د تړون له مخې، سامسونګ به تسلا ته پرمختللي چپونه تولیدوي، چې د دې شرکت په برښنايي او له موټرچلوونکي پرته موټرونو کې به وکارول شي.

ډونالډ ټرمپ: اروپايي ټولنې سره لویې تجاري هوکړې ته رسېدلې یوو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، دونالد ټرمپ، له اروپايي ټولنې سره د یوې نوې هوکړې د ترلاسه کولو خبر ورکړی چې له مخې به یې، امریکا د اروپا پر وارداتو ۱۵سلنه ګمرکي تعرفه ولګوي.

ټرمپ دا هوکړه «تر ټولو لویه هوکړه» بللې ده.

ټرمپ دا څرګندونې پرون «یکشنبه، جولای ۲۷مه» په سکاتلند کې له د اروپايي کمېسیون له مشرې، اورزولا فون‌دېر‌لاین، سره تر لیدو وروسته وکړې.

غزې ته په دویمه ورځ هم د مرستو لېږد روان دی

د مصر هلال‌احمر ټولنې نن دوشنبه، جولای ۲۸مه اعلان کړی چې د دویمې پرله‌پسې توګه له دغه هېواده غزې ته له مرستو بار لارۍ روانې شوې دي.

دغه شاوخوا ۱۵۰۰ ټُنه مرستې غزه کې کلابندو اړمنو کسانو ته لېږدول کېږي او د دوی د خوراکي اړتیاو د برابرولو یوه څه بلل کېږي.

روزګان کې ګڼ‌شمېر وسلې نیول شوي

د روزګان امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په اړوند سیمه کې یې، د وسلو او مهماتو یوه لویه ډېپو کشف او ضبط کړې ده.

د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند بلال احمد روزګانی سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ډېپو د مرکز ترینکوټ ښار په تالاني سیمه کې د پخواني حکومت د یوه چارواکي په کور کې موندل شوې ده.

پروان کې په ۴۰زره ډالرو یوه مدرسه جوړېږي

د پروان اقتصاد ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۴۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت یوه دیني مدرسه جوړېږي.

دیاد ریاست رییس مجیب‌الله رحیمي نن دوشنبه، زمري شپږمه سلام‌وطندار ته وویل چې دغه مدرسه به نږدې راتلونکې جوړه شي.

یحیی سرېع: اسراییلو ته تلونکې هره کښتۍ به په نښه کړو

یحیی سرېع پرون «یکشنبه، جولای ۲۷مه» په یوې ټلوېزیوني وینا کې خبرداری ورکړ چې د اسراییلو بندرونو ته تلونکې هره کښتۍ به په نښه کړي.

د نوموړي په وینا، دوی به دې ته ونه‌‌ګوري چې یاده سوداګریزه کښتۍ د کوم هېواد او ملت ده او زیاته یې کړه چې هر شرکت چې له اسراییلو سره تجارت لري، کښتۍ به یې په نښه کړي.

د هلمند واشیر ولسوالي کې د اوبو بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هلمند مسوولان وايي، د واشیر ولسوالي په “سر فولاد” سیمه کې د اوبو بند ګټې ته وسپارل شو چې د سیمې په کرنې، بڼوالۍ او د اوبو زېرمه کولو کې مهم رول لري.
د دغه بند په جوړېدو نږدې ۱۹.۵ میلیون افغانۍ لګښت راغلی او چارې یې ۸ میاشتو کې بشپړې شوي.
دغه بند د یو میلیون او ۵۶ زره متر مکعب اوبو زېرمه کولو ظرفیت لري.

له قرغې بند د څښاک اوبو لېږد پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ښاري اوبو رسونې او فاضلاب دولتي شرکت مسوولان وایي، یاده پروژه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي همکارۍ، یو کال کې بشپړه شوې او تر ۱۶۹ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی.
دوی وویل، یاده پروژه به په کابل کې له ۶۰ تر ۷۰ زره کسانو لپاره د څښاک د پاکو اوبو اړتیا پوره کړي.