میدان‌وردګ کې په ۲۲ میلیونه افغانیو د لسو ښوونځيو د بیارغونې چارې پيل شوې

د میدان‌وردګ د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په نرخ، چک، سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لس ښوونځيو د بیارغونې چارې پیل شوې.

د لوګر قومي مشران: اسلامي امارت دې د ولس ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي

د لوګر مرکز پل‌علم او یوشمیر لروپرتو ولسوالیو قومي مشرانو د دغه ولایت له والي قاري صلاح الدین ایوبي سره په یوه ناسته کې غوښتنه کړې چې د اسلامي امارت مسوولان دې د لوګر اوسېدونکو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

نور جلال جلالي: د روغتیا سکتور پیاوړتیا لپاره پنځه کلن پلان تصویب شوی

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي وايي، تېر یوه کال کې د افغانستان د روغتیا برخه اصلاح شوې او د دې سکتور د پیاوړتیا لپاره پر ستراتیژیکو پلانونو کار پیل شوی.

هغه نن (یکشنبه، اسد پنځمه) د دغه وزارت د لاسته راوړنو شریکولو غونډې ته وویل، دغه وزارت ژمن دی چې هېوادوالو ته د لوړ کیفیت او معياري درملنې خدمتونه وړاندې کړي.

متقي او عراقچي د افغان کډوالو او غزې کړکېچ په اړه ټیلیفوني خبرې کړي

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سیدعباس عراقچي سره د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

امیرخان متقي په دې ټیلیفوني خبرو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د اندېښنې وړ بللې او په وینا یې، له دغه هېواد به ویستل‌کېدونکو افغانانو ته د ایستلو پرمهال درناوی وشي.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۱ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې د اسراییلو د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال په هوايي او ځمکنيو بریدونو کې لږترلږه ۷۱ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ‌شمېر نور ټپیان دي.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، نن یک‌شنبه (د اسد ۵مه)، له وژل شویو کسانو څخه ۴۲ تنه هغه مهال د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول چې هڅه یې کوله د بشرپاله مرستو د وېش له مرکزونو سره نږدې مرستې ترلاسه کړي.

د هېواد په پنځو ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوانوردي وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست د هېواد په پنځو ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تالندې او برښنا او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې په یادو ولایتونو کې اورښتونه «نن یکشنبه، زمري پنځمه» اټکل شوي دي.

غزه کې دوه اسراییلي سرتیري وژل شوي

د اسراییلو پوځ وايي چې د غزې په سوېل کې د نښتو پرمهال یې، دوه سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ په وینا، دواړه سرتېري د غزې په سوېل کې پرون شنبه، جولای ۲۶مه وژل شوي دي.

له مصر څخه غزې ته د مرستو لېږد پیل شوی

غزه کې د لوږې له خپرېدو او له امله یې، د لسګونه کسانو تر مړینې وروسته، له مصر څخه د بشردوستانه مرستو لاریو د غزې پر لورې روانې شوې دي.

دغه ګام وروسته له هغې اخیستل کېږي چې غزه کې نړیوالو بنسټونو له څو میاشتو راهیسې د قحطۍ پراخېدو په اړه خبرداری ورکوي.

پاکستان کې د خرو مسلخونه؛ ډېره غوښه بهر صادرېږي

اسلام‌اباد کې د خوړو ادارې مسوولان وايي چې یاد ښار ته نږدې په یوې سیمه کې یې، د خرو یو مسلخ کشف کړی چې د خرو ۱۰۰۰ کیلوګرامه غوښه په‌کې بسته‌بندي او بازار ته لېږدول کېده.

د یادې ادارې ویاند زیاتوي چې په دې مسلخ کې ۵۰ خره او په زیاته اندازه غوښه هم ترلاسه شوې ده.

د کندهار ـ هرات رېل پټلۍ چارې تر دریو میاشتو بشپړيږي

د کندهار – هرات رېل پټلۍ د سروې او ډېزاین چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې کارونه به یې تر راتلونکو دریو میاشتو بشپړ شي.
د ټولګټو وزارت د مالوماتو پر بنسټ، د کندهار – هرات رېل پټلۍ چې ٧٣٧ کیلومتره اوږدوالی لري، د سروې او ډېزاین چارې یې له تېرو څو میاشتو راهیسې روانې دي.