یوه کال کې د افغانستان له هوايي حریم نژدې ۹۷ زره عبوري الوتنې شوي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت عملیاتي معین فتح‌الله منصور وویل، تېر یوه کال کې د افغانستان له هوايي حریم څخه ۹۶زره او ۵۰۰ الوتنې شوي چې په اوسط ډول یوه شپه او ورځ کې ۲۷۰ الوتنې کیږي.
هغه وویل، تېر یوه کال کې د هېواد له هوايي ډګرونو څه باندې ۱۴ زره الوتنې شوي چې ۷ زره او ۶۶۵ یې الوتنې د کابل له هوايي ډګر ترسره شوي دي.

فلسطینیان د غزې په تړاو د نړۍ په بې‌کفایتۍ نیوکه کوي

د راپورونو پر اساس، غزه کې فلسطینیان د مرستې غوښتنه کوي او وايي، د اسراییلو له لوري د محاصرې له امله ډېر خلک د لوږې له امله مړه شوي.
فلسطینیانو د نړۍ په بې‌‌کفایتۍ نیوکه کړې او ویلي: «موږ مړه کېږو، ځکه چې غزه کې لوږه پراخه شوې.»
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خوارځواکۍ له امله د غزې روغتونونو کې تازه ۹ کسان مړه شوي.