
د بېوزلۍ په بیه صنعت مختهوړل؛ هغه کسبګر چې له کار یوه افغانۍ هم نهګټي
د کابل ښار د شهرنو سیمې په قصابي کوڅه کې له چرم د توکو او وسایلو جوړولو یوې کارخونې دغې کوڅې ته یوه بله بڼه ورکړې.
کارخونه کې دننه پر چرم د څټک غږ د یو هنري اثر د جوړولو کیسه بیانوي. ۵۵کلن غلام رباني چې لاسونه یې د کلونو سخت کار له امله ټپونه هم لري، په خپل کوچني او ساده دوکان کې د چرمي توکو او وسایلو پر جوړولو بوخت دی.










