د اسراییلو دفاع وزیر: دیمن برخلیک به د تهران په څېر وي

یمن کې د حوثي ډلې پر وړاندې د ډرون بریدونو وروسته د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز وايي چې د یمن برخلیک به د تهران په څېر وي.

اسراییلو نن دوشنبه، جولای ۲۱مه، یمن کې د حوثي ډلې پر اهداف بریدونه کړي او د تېلو کانټېنرونو، کښتو سربېره یې، د یاد ډلې زیربناوې له‌منځه وړي دي.

اسراییلو یمن کې پر حوثیانو توغندیز برید کړی

د اسراییلو د دفاع وزارت چارواکي وايي چې یمن کې یې، د حوثي ډلې پر اهدافو د ډرون بریدونه کړي دي.

وړاندې داسې ویل شوي و چې دغه برید د جېټ‌الوتکې له لوري شوی، خو د اسراییلو دفاع وزارت وايي، د حوثیانو پر اهدافو یې، د ډرون بریدونه کړي دي.

شپږیزه لیګ؛ امو له ماتې پرته مخکښه لوبډله ده

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو په لړ کې د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې امو نهنګان لوبډلې بندامیر ته ماته ورکړه.

په دغه لوبه کې بندامیر لوبډلې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۰۰ منډو هدف ورکړیو چې امونهنګان لوبډلې په وروستي بال ترلاسه کړ.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت قطر ته د کارګرانو پر لېږد هوکړه کړې

دغه وزارت نن (دوشنبه، سرطان ۳۰) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دوامداره هڅو په پایله کې په لومړي ځل د قطر هېواد له مختلط دولتي شرکت او د افغانستان د کارموندنې خصوصي شرکتونو ترمنځ د افغان کارګرانو د لېږد په تړاو هوکړه وشوه چې له مخې یې د اوس لپاره افغان کارګرانو ته ۷۰۰ کاري فرصتونه ځانګړي شوي.

په ۱۹ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، نن دوشنبه (سرطان، ۳۰) د هېواد د ۱۹ ولایتونو په ۱۸۷ ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین درېیم فرعي کمپاین پیل شو.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل، د دې کمپاین په جریان کې به چې څلور ورځې دوام کوي، نږدې ۷.۳ میلیون له پنځه کلونو کم‌عمر ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي.

د حقاني او محس نقوي لیدنه؛ دواړو لوریو د امنیت برخه کې په ګډ کار ټینګار کړی

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني تېره ورځ کابل کې د پاکستان له کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي سره ولیدل.
ښاغلي حقاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخولو او د ښې همکارۍ لپاره د زمینې په برابرولو کې د داسې سفرونو کېدل ګټور وبلل.
هغه له افغان کډوالو او بندیانو سره د ښه چلند او آسانتياوو په رامنځته کېدو هم ټينګار وکړ.

اسلامي امارت د فلسطینیانو وژل او پر هغوی بمبار غندلی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یوه اعلامیه کې ویلي، لا هم غزه کې سلګونه زره مسلمانان د اسرائیل تر یرغل، وحشت، سختې لوږې، تندې، ناروغیو او وحشیانه بمبارونو لاندې دي.
‏اعلامیه کې ویل شوي چې اسلامي امارت یوځل بیا د اسرائیل ظلمونه، په ملکي خلکو د لوږې او کلابندۍ فشار او ورسره له مرستو څخه د لومې په ډول کار اخیستل بیا پر ښځو او ماشومانو بمبار کول او شهیدانول په کلکو ټکو غندي.