پکتيا کې سبا د پوليو ضد واکسين کمپاين پیلېږي

د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې د پوليو ضد واکسين څلور ورځنی کمپاين سبا دوشنبه، «چنګاښ، ۳۰مه» پیلېږي چې د ولايت په کچه به په‌کې د ۲۵۸زره څخه له پنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي.

د پکتيا د عامې روغتيا رییس ډاکټر معراج‌ګل عادل وويل چې د پوليو واکسين ترڅنګ به له دوه کلونو کم عمره ماشومانو ته د چينجيو ضد ګولی هم ورکول کېږي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته سفر کوي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي نن د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ کابل ته سفر کوي.
دغه پاکستاني پلاوی به کابل ته د سفر پرمهال د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني سره وګوري او پر دوه اړخیزو همکاریو به خبرې وکړي.

د شمال‌زون يوه ډله ځوانانو د يووالي په موخه پکتیا ته سفر کړی

د شمال زون«سمنګان، جوزجان،بلخ، فارياب،سرپل» ولايتونو يوه ډله ځوانانو د سوېل‌ختيځ زون مرکز پکتيا ته د ځوانانو ترمنځ د يووالي د رامنځته‌کېدو په موخه سفر کړی دی.

د پکتيا ولايتي مسوولانو په مرکز ګردېز کې په يوه جوړه شوې غونډه کې وويل چې پکتيا ته د شمال‌زون د ځوانانو سفر به وکولی شي چې په تېرو کلونو کې رامينځته شوې کرکه له‌منځه لاړه شي.

د روسیې دفاع وزارت: د اوکراین ۹۳ ډرون مو نسکورې کړي

د روسیې دفاع وزارت نن یکشنبه، جولای ۲۰مه خبر ورکړی چې بېګاه شپه یې،د اوکراین ۹۳ ډرون شنډ کړي دي.

د سپوتنیک خبري شبکې له لوري د دفاع وزارت له قوله ویل شوي: «د بېګاه شپې په اوږدو کې د مسکو پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجو څخه د سهار تر ۷ بجو پورې، د هوايي دفاعي سېسټم په مرسته مو د اوکراین ۹۳ ډرون شنډ کړي دي.»

شپږیزه لیګ؛ بندامیر خپله لومړۍ لوبه وګټله

د شپږیزې کرېکټ لیګ په درېیمه لوبه کې د بندامیر ښاماران لوبډلې د مس‌عینک اتلانو لوبډلې ته ماته ورکړه او دغه لیګ یې، په بریا پیل کړ.

مس‌عینک لوبډلې په دې لوبه کې لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۷ منډې جوړې کړې.

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ لږترلږه ۱۱۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د مرګونو بریدونو پرمهال یوازې پرون «شنبه، جولای ۱۹مه» ۱۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ‌شمېر نور ټپیان دي.

په یادو کسانو ۳۸ هغه مرسته ترلاسه کوونکي هم شامل دي چې رفح ښار کې د مرستو وېش مرکز مخې‌ته د اسراییلو له لوري په نښه شوي دي.

میدان‌وردګ کې د اوبو مدیریت د شپږو پروژو چارې پيل شوې

د میدان‌وردګ په نرخ ولسوالي کې د ۲سوه زره ډالرو په ارزښت د اوبو د مدیریت اړوند د شپږو پروژو چارې پيل شوې.
د چارواکو په وینا، دغو پروژو کې درې چکډېمونه، یو ذخیروي بند، د اوبو یو کانال او په جغتو ولسوالۍ کې د شیخ علي کانال جوړوول شاملیږي چې چارې به یې د راتلوونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې بشپړې شي.

ویتنام کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۳۷ کسان مړه شوي

په ویتنام هېواد کې د خراب موسم له امله د سېلانیانو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې له امله یې ۳۷ کسانو ژوند بایللی.

د راپورونو پر اساس، په ډوبه شوې کښتۍ «ونډر سي» کې د عملې د ۵ غړو په ګډون ۵۳ کسان سپاره وو چې ۳۷ یې مړه، ۱۱ ژغورل شوي او ۵ کسان لا هم نادرکه دي.

دغه پېښه د ویتنام شمال ته په مشهوره سیاحتي سیمه «هالونګ» خلیج کې شوې.