اقتصاد وزارت: نادولتي موسسو کې دامهال ۲۵۰زره کسان کار کوي

د اقتصاد وزارت چارواکي وايي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۱۶۰ کورنیو او ۶ بهرنيو موسسو ته د فعالیت قانوني جوازونه ورکړل شوي او دا موسسې د بېلابېلو ټولنیزو خدمتونو په برخه کې فعالیت لري.

د یاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي چې کورنیو موسسو تېرکال ۱۳۱۱ پروژې او بهرنيو موسسو ۶۰۵ پروژې پلې کړې دي.

پکتیکا کې هغه کسان نیول شوي چې ماشوم یې تر ډبرو لاندې کړی و

د پکتيکا امنيه قومنداني مسوولان وايي چې هغه دوه کسان یې، نیولي چې یو ماشوم یې تر ډبرو لاندې کړی و.

د پکتیکا امنيه قومنداني څخه په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سروبي ولسوالي د امنیه قومنداني منسوبینو هغه دوه ماشومان نیولي چې یو درې کلن ماشوم یې، تر ډبرو لاندې کړی و.

پنجشېر کې د زمردو له پنځو نویو کانونو د استخراج چارې پیل شوې

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت په پریان ولسوالي کې له پنځو نویو کانونو څخه د «زمرد» د استخراج چارې پیل شوې.

د یادې ادارې رییس محمد قاسم امیري «شنبه، د چنګاښ ۲۸مه» سلام‌وطندار ته وویل چې تر دې دمه د دوی تخنیکي او مسلکي ټیمونو د پریان ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې له ۲۵۰ زیات د زمرد کانونه تثبیت کړي دي.

د سوریې سوېل کې نښتې؛ لږترلږه ۷۱۸ کسان وژل شوي

د سوریې بشرحقونو څاربنسټ وايي چې د یاد هېواد په سویدا ښار کې د وروستۍ یوې اوونۍ پرمهال شاوخوا ۷۱۸ کسان وژل شوي دي.

دغه بنسټ چې مرکز یې، لندن کې دی، همداراز ویلي چې په وژل شویو کې د دروز ټولنې شاوخوا ۱۴۶ وسله‌وال، ۲۴۵ ملکیان او ۱۶۵ نور بیا په خپل سري توګه د سوریې د اوسني حکومت د دفاع وزارت له لوري اعدام شوي دي.

غزه کې نن ۴۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د نن ورځې پیل راهیسې د اسراییلو د بریدونو له امله تر دې مهاله ۴۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې خبري شبکې نن شنبه، جولای ۱۹مه راپور ورکړی چې په وژل شویو کې ۲۹ مرسته ترلاسه کوونکي هم شامل دي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ لومړۍ لوبه امو نهنګان لوبډلې وګټله

په کابل کې د شپږیزې کرېکټ لیګ په لومړۍ لوبه کې دفاعي اتلې امو نهنګان په شپږو وېکټو د بُست‌ ساتونکي لوبډلې ته ماته ورکړه.

بُست په دې لوبه کې لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره امو ته د ۱۴۹ منډو هدف ورکړ.

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی

د اسراییلو اړوند رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو هوايي ځواک د جمعې په شپه له یمن څخه توغول شوی توغندی شنډ کړی دی.

په راپورونو کې ویل شوي چې د یاد توغندي له امله د اسراییلو په مرکزي سیمو، په تل‌ابیب ښار، د شارون سیمه، د شیفله‌ټیټې سیمې او د بیت‌المقدس شاوخوا سیمو کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.

د یاد توغندي د ویشتلو له امله د د اسراییلو بین‌‌ګوریون نړیوال هوایی ډګر ته الوتنې د لنډمهال لپاره درول شوي دي.