
غزني کې د اوبو کمښت؛ «پخوا مو نورو ته اوبه ورکولې، اوس یې له نورو راوړو»
د هېواد د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي د خپلو نورو ورځنیو ستونزو ترڅنګ، په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ منفي اغېزې هم زغمي.
د غزني اوسېدونکي هم له څو کلونو راهیسې پرلهپسې وچکالۍ تجربه کوي چې د کرنې او مالدارۍ ترڅنګ د اوبو کمښت د خلکو ټولنیز ژوند هم اغېزمن کړی دی.







