پروان کې د یوه تنور جوړونکي د هنر او ژوند کیسه

کله چې لمر په راختو وي، د پروان مرکز چاریکار ښار د یوې خاورینې کوڅې په څنډه کې، غلام‌ نبي په خپلو تڼاکو لاسونو، خاورې او اوبه سره ګډوي او د تنور پر جوړولو لګیا وي، څو د وطني ډو‌ډۍ بوی په کورونو کې ژوندی پاتې شي.

غلام‌ نبي چې ۵۰ کلن ښکاري، دغه سیمه کې د تنور جوړولو هنر یې له خپل پلار ورپاتې او له کلونو راهیسې له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

سوریه کې د دوو ورځو پرمهال ۱۳۵ کسان وژل شوي

د سوریې د بشرحقونو څـار سازمان وايي چې د یاد هېواد په سویدا سیمه کې د تېرو دوو ورځو پرمهال ۱۳۵ کسان وژل شوي دي.

دغه سازمان همداراز ویلي چې پرون سه‌شنبه، جولای ۱۵مه د دولتي ځواکونو له لوري په سویدا کې د دروزي لږکیو اړوند ۱۹ ملکیان اعدام شوي دي.

د سوریې په سویدا کې د روانې جولای پر ۱۳مه دغه نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې د سني او دروزي وسله‌والو ترمنځ د انسان تښتونې او نښتې وشوې.

ډونالډټرمپ: اوکراین باید پر مسکو برید ونه‌کړي

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر د اوکراین له‌خوا پر مسکو د برید مخالفت کړی دی.

الجزیرې خبري شبکې (چهارشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) راپور ورکړی چې ډونالد ټرمپ، پرون په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرو کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې «زلنسکي باید مسکو هدف وګرځوي؟» وویل: «نه باید دا کار ونه‌شي.»

هلمند کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه او څلور ټپیان شوي

د هلمند په واشېر ولسوالي کې د کابل-هرات پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.

پېښه پرون «سه‌شنبه، چنګاښ ۲۴مه» د واشېر ولسوالي اړوند کارېز سیمه کې د دوو مسافروړونکو موټرو ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.

راتلونکې اوونۍ ګڼو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

افغانستان کې د «له پولیو خلاص بنسټ» وايي، ټاکل شوې چې رتلونکې اوونۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ماشومانو د ګرځنډ (فلج) پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي.

یادې ادارې نن (چهارشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې دغه کمپاین به د راتلونکې  دوشنبې – د چنګاښ ۳۰مه – پیل شي.

اېف‌اې‌او: وچکالي د افغانستان ۱۹ ولایتونه اغېزمن کړي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وایي، وچکالي د افغانستان ۱۹ ولایتونه اغېزمن کړي او دا وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.

یاد سازمان نن  «سې‌شنبه، د چنګاښ ۲۴مه» په خپل‌ ایکس‌پاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې د وچکالۍ تر ټولو زیات اغېز د افغانستان په شمالي ولایتونو کې احساس شوی دی.

بدخشان کې یوه ځوان د «بدخشان» په نوم اپلېکېشن جوړ کړی

مطېع‌الله مخبت چې د بدخشان د یفتل ولسوالي د رباطک کلي اوسېدونکی دی، په خپل زیار او نوښت د «بدخشان» په نوم اپلېکېشن جوړ کړی دی.

نوموړی سلام‌وطندار ته وايي چې سیمه کې یې، د برښنا نشتوالي، کمزوري انټرنټ او نورو ستونزو سره سره دغه اپلېکېشن جوړ کړی.

پکتيکا کې د خپل خُسر قاتل نیول شوی

د پکتیکا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې، هغه کس نیولی چې خپل خُسر یې، وژلی و.

د پکتیکا امنیه قومانداني څخه سلام‌وطندار ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د زرغون شهر ولسوالي د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو هغه قاتل نيولی چې خسر يې په خپل کور کې د ټوپک په وسيله وژلی و.