یوناما: نړیواله ټولنه دې د بېرته ستنېدونکو افغانانو ملاتړ وکړي

په داسې حال کې چې له ایران څخه هره ورځ زرګونه افغانان بېرته هېواد ته راستنېږي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا، د هرات  اسلام‌‌کلا سرحدي سیمې ته له خپل سفر وروسته، د افغانانو د بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. له ایران څخه تازه بېرته ستانه شوي افغانان د خپل خراب وضعیت او بې‌وسۍ څخه شکایت لري.

د هېواد ۱۳ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تندو بادونو او له امله یې، د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت نن سه‌شنبه، چنګاښ ۲۴مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د اورښتونو او سېلابونو دغه اټکل سبا چهارشنبه په یادو ولایتونو کې شوی دی.

له سړک د ډوډۍ ګټل؛ د هغو کسانو کیسه چې د سړک کندې ډکوي

د پروان په مرکز چاریکار ښار کې د سړکونو د ګڼه‌ګوڼې، تودې هوا او سوځنده لمریز لاندې، دوه کسان د سړک کندې ډکوي؛ دوی دا کار له دې هیلې سره کوي چې ښايي د لارې موټرچلوونکو څخه به یو څو افغانۍ ترلاسه کړي. علاوالدین چې د چاریکار ښار اوسېدونکی دی، له مجبورۍ عبدالشکور سره مرسته کوي.

لوګر کې «چرچرک ناروغۍ» له امله د کچالو کروندې زیانمنې شوي

لوګر کې یوشمېر کروندګر سلام‌وطندار ته وايي چې د چرچرک ناروغۍ یا افت یوې تور بخونې حشرې ته ورته دی چې له غبرګولي تر تلې میاشتې پورې د کچالو کروند کې راپيدا کېږي او که پر وړاندې درمل ونه‌کارول شي، پنځوس سلنه د کچالو کروندې تخریبوي او حاصلات یې راکمېږي.

د اوسپنې پټلۍ له لارې یوه اوونۍ کې ۷۷زره ټُنه توکي انتقال شوي

د سرپرست حکومت د ټول‌ګټو وزارت مسوولان وایي چې د تېرې یوې اوونۍ  پرمهال ۷۷زره او ۲۹ متریک ټُنه توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.

د دې وزارت ویاند، محمداشرف حق‌شناس، نن (سه‌شنبه، د چنګاښ ۲۴مه) په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دا انتقالات د چنګاښ له ۱۳مې تر ۱۹مې نېټې ترمنځ شوي دي.

‏پکتيا کې په ۳۲ میلیونه افغانیو د برښنا رسونې پروژه بشپړه شوه

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برښنا رسونې پروژه بشپړه او ګټې‌اخیستنې وسپارل شوه.

د پکتیا ولایت مقام څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مرکز ګردېز اړوند ګواښ، سلات بېک، نوی کلی او تاخان‌خېلو سیمو ته د برښنا رسونې پروژه، د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او  ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

له یمن پر اسراییلو د ډرون برید شوی

د اسراییلو پوځ وايي چې نن «سه‌شنبه، جولای ۱۵مه» له یمن څخه پر دوی د ډرون برید شوی دی.

د پوځ په وینا، ویشتل شوی ډرون یې، په هوا کې ویشتلی او شنډ کړی یې دی. دغه ډرون د اسراییلو سوېلي ښار اېلات ته نږدې ویشتل شوی دی.

غزه کې درې اسراییلي سرتېري وژل شوي او یو ټپي دی

د اسراییلو پوځ وايي چې غزه کې د نښتې پرمهال یې، درې سرتېري وژل شوي او یو افسر سخت ټپي دی.

 د اسراییلو پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سرتېري د غزې په شمال کې د حماس له لوري په راکېټ د یوه ټانک د ویشتلو له امله وژل شوي دي.

په دې پېښه کې د اسراییلو د پوځ یو افسر سخت ټپي شوی هم دی.

خوست کې امنیتي ځواکونو یوشمېر پوځي مهمات نیولي

د خوست امنیه قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالي د ترورېزم ضد امریت د یادې ولسوالي په مربوطاتو کې د یو کشفي راپور پربنسټ، له یوه کور څخه يوشمېر نظامي مهمات ترلاسه کړي دي.