د سړې ډوډۍ پېر او پلور؛ هغه بازار چې ناچارۍ تود ساتلی

د کابل ښار د پل‌خشتي سړک په یوه څنډه کې د موټرو او خلکو ګڼې‌ګوڼې ترمنځ یوشمېر هغه کسان تر سترګو کېږي چې سړه ډوډۍ پلوري.

بې‌وزله کسان د دوی په شاوخوا راټول شوي؛ یو یې د بیې په اړه پوښتنه کوي او یوشمېر یې د سوځېدلې او سړې ډوډۍ له‌منځه هغه ډوډۍ راټولوي چې لږ سوځېدلې او یو څه نرمه وي.

بلخ کې له انسان تښتونکو یو ماشوم ازاد شوی

د بلخ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو پرمهال یو دولس کلن ماشوم له انسان تښتونکو ژغورلی دی.

د بلخ امنیه قومنداني وايي چې دغه ماشوم نن یکشنبه، د چنګاښ ۲۲مه، د یاد ولایت د والي په حضور کې خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

کرنیزه روزنه؛ کروندګر: حاصلات مو ۴۰سلنه لوړ شوي

افغانستان کې کرنه د عاید یوه مهمه سرچینه بلل کېږي چې ډېری کسان په مسلکي او غیررسمي ډول په‌کې بوخت دي. افغانستان کې ډېری بزګران مسلکي روزنې ته لاسرسی نه‌لري چې له امله یې د دوی د حاصلاتو څخه د ګټې پر ځای زیانونه رامنځته کېږي، خو هغه بزګران چې روزنه یې، ترلاسه کړې، عاید یې، د پام وړ زیات شوي دي.

ملګري ملتونه افغانستان کې ۱۶۵ ممیزخونې جوړوي

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ممیزو لپاره د ۱۶۵ خونو د جوړولو چارې روانې دي.

یاد بنسټ نن یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پروژه د نړیوال بانک په ملاتړ پلې کېږي.

بېرته راستنېدونکو ته په ۲۵ ولایتونو کې ۳۵ ښارګوټي جوړېږي

د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستانه شویو کورنیو ته ۳۵ ښارګوټي جوړېږي.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ویلي، ټاکل شوې چې دغه ښارګوټي پر ۱۲۰زره جریبه ځمکه ورغول شي.

اقتصادي معاونیت: د افغانستان د اړتیا وړ مالګه په کور دننه تولیدیږي

د رییس‌الوزا اقتصادي معاونیت وايي چې افغانستان دامهال د اړتیا وړ مالګه په کور دننه تولیدوي او د مالګې پراخ او لوی کانونه لري.
اقتصادي معاونیت نن (یکشنبه، سرطان ۲۲) یوه ویډیو کې ویلي چې په لسو ولایتونو سمنګان، فاریاب، هرات، غور، بلخ، تخار، پکتیا، غزني، کندهار او پروان کې د مالګې کانونه شته او په مسلکي ډول یې د استخراج چارې روانې دي.

پاکستان: د اسراییلو رسمیت‌پېژندنې په اړه د امریکا فشار نشته

په امریکا کې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ وايي چې پر اسلام‌اباد هېڅ داسې فشار نشته چې له امله یې، دغه هېواد اسراییل په رسمیت وپېژندني.

نوموړي د امریکا په دالاس کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ټينګار وکړ چې پاکستان د اسراییلو په رسمیت پېژندنې برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو له لوري تر فشار لاندې نه‌دی.

لوګر کې ۶نیم زره ماشومان په نس‌ناستې ناروغۍ اخته شوي

د لوګر ځايي چارواکي وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په کم‌عمره ماشومانو کې د نس ناستې ناروغي د پام وړ زیاته شوې.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، تېره یوه میاشت کې مرکز پل‌علم ښار او ولسوالیو کې ۶ زره او ۵۰۰ په نس‌ناستې ناروغۍ اخته ماشومان روغتونونو ته لیږدول شوي.