مسکو د شمالي‌کوریا او روسیې د امنیت ګواښلو په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ

مسکو امریکا او متحدینو ته یې، د روسیې او شمالي‌کوریا د امنیت د ګواښلو په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه خبرداری د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له‌خوا ورکړل شوی دی.

لاوروف ټینګار کړی چې مسکو یوازې په هغو موضوعاتو کې د دواړو کوریاوو ترمنځ د خبرو د پرمختګ ملاتړ کوي چې شمالي‌کوریا ته ارزښت لري.

کډوالو وزارت: ایران دې د افغانانو له ځورونې لاس واخلي

پر ټولنیزو رسنیو ایران کې د دغه هېواد د پولیسو له لوري افغان کډوالو سره د ناسم چلند اړوند تصویرونو او ویډیوګانو له خپرېدو سره هم‌مهاله د کډوالو چارو وزارت له تهران غوښتنه کړې چې د افغانانو له ځورونې او د دوی پروړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

خامنه‌يي: اسلامي جمهوریت امریکا ته سخته څپېړه ورکړه

د ایران مذهبي مشر سیدعلي خامنه‌يي قطر کې د امریکا پوځي اډې ته په اشارې سره وايي، دغه پېښه کوچنۍ نه‌ او ستره ده چې په وینا یې، شونې ده چې تکرار شي.

خامنه‌يي ،شنبه، چنګاښ ۲۱مه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، ایران سیمه کې د امریکا یوې پوځي اډې باندې برید سره، هغه هېواد ته سخت زیان رسولی دی. «اسلامي جمهوریت امریکا ته سخته څپېړه ورکړه.»

غزه کې د شپږو اوونیو پرمهال ۷۹۸ مرسته ترلاسه‌کوونکو ژوند له لاسه ورکړی

د ملګروملتونو د بشرحقونو دفتر وايي چې د غزې د بشردوستانه مرستو وېش مرکزونو ته نږدې د تېرو شپږو اوونیو پرمهال شاوخوا ۷۹۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزې بشردوستانه بنسټ چې د اسراییلو او امریکا له لوري اداره کېږي، د مرستو وېش بېلابېلې څانګې لري او د غزې اوسېدونکو ته مرستې وېشي.