بامیان کې د ګرځندوی صنعت په پرمختګ کې د ځوانانو رول

د بامیان لوړو غرونو په لمن کې داسې ځوانان ژوند کوي چې په پوره انګېزې او خلاقیت سره هڅه کوي چې دغه ولایت کې د ګرځندوی صنعت ته وده ورکړي.
سیلانیانو ته له لارښوونې نیولې، ټولنیزو شبکو کې د بامیان د زړه‌راښکونکو سیمو تر معرفي کولو پورې، دوی د دغه صنعت په پرمختګ کې مهم رول لري.

کندهار کې هره ورځ ۳۵۰ زره هګۍ توليدیږي

د کندهار ځايي مسوولان وايي، دغه ولایت کې هره ورځ د چرګانو ۳۵۰ زره هګۍ توليدیږي او کندهار د هګیو په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی.
د کندهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنيف حقمل وویل، د کورني توليد د زياتوالي له امله د تېر په پرتله کندهار ته له ایران او پاکستان څخه د هګيو واردات د کمېدو په حال کې دي.

د متقي او نورتلیف لیدنه؛ پر اوږدمهاله همکاریو ټینګار شوی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف سره لیدنه کې دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، اقتصادي همکاریو، سیمه‌ییزو فرصتونو، ترانزیټي پروژو او د سیاسي تفاهم پر زیاتوالي بحث کړی.
امیرخان متقي ویلي، د سیاسي او اقتصادي تعامل د لا پراختیا لپاره، له رامنځ ته شوو فرصتونو مثبته استفاده وشي.

د هرات ـ تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو هوکړه لاسلیک شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف سره لیدلي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال دغه لیدنه کې وویل، هېواد یې چمتو دی چې د هرات ـ تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې عملاً د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه پيل کړي.

رییس‌الوزرا: ایران دې کډوالو سره له ناوړه چلند ډډه وکړي

د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند له ایرانه غوښتي چې د افغان کډوالو د را ایستلو پر مهال دې هغوی سره له سپکاوي چلند ډډه وکړي.
هغه وویل، ایراني مسوولان دې اجازه ورکړي چې افغان کډوال په تدریجي ډول او عزت سره خپل هېواد ته ستانه شي.
ده ټینګار وکړی چې او ایران دې د ګاونډيتوب اصل ته پام وکړي.