اسلام‌کلا کې د راستنېدونکو ګڼه‌ګوڼه؛ «اندېښمنه یم چې ماشومان به مې ناروغ شي»

 ۲۷کلنه شهناز له خپلو دوو ماشومانو سره له ایرانه ایستل شوې او دا مهال د هرات اسلام‌کلا کې په نه زغمل‌کېدونکې ګرمۍ کې، له امکاناتو او سرپناه پرته ژوند کوي.

هغه سلام‌وطندار ته وايي، نه‌پوهېږي چې چېرته لاړه شي او وېره لرېږي چې ماشومان به یې، د ګرمۍ او ګڼې‌ګوڼې له امله ناروغ شي.

کابل کې د عاشورا ورځ ونمانځل شوه

کابل کې د محرم‌ لسمه او د عاشورا ورځې د نمانځنې مراسم نن (یکشنبه، د سرطان ۱۵) د سلګونو کسانو په حضور سره ترسره شول.
د دغو مراسمو ګډونوالو د عاشورا ورځې پر ارزښت ټینګار وکړ او وې ویل، امام حسین رض د ظلم او زیاتي پر وړاندې اودرېده او باید لاره یې د مسلمانانو په ځانګړې توګه د ځوانانو الګو ووسي.

ننګرهار کې سېلابونه؛ دوه کسان مړه او ۲۸۰ کورونه له‌منځه تللي

ننګرهار کې چارواکي وايي چې نن «یکشنبه، چنګاښ ۱۵مه» د سېلابونو راوتلو له امله دوه کسان مړه شوي او ۲۸۰ کورونه له‌منځه تللي دي.

ننګرهار د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سېلابونه په ګوشتې، لعل‌پورې، نازیانو، مومندرې او ښېوې ولسوالي کې راوتلي دي.

افغانستان کې د شپنو ستونزې؛ وچکالي، د اوبو کمښت او د څړځایونو له‌منځه تلل

افغانستان یو غرنی هېواد دی چې له پخوا څخه د خپلو شنو څرځایونو له کبله د څارویو د پاللو لپاره ډېر مناسب ځای ګڼل کېږي او شپانه له یوه غره نه بل غره او له یوې دښتې بلې ته خپله رمه د څرولو لپاره بیایي. په دې راپور کې د ۱۲ ولایتونو له ۲۷ ځوانو شپنو سره خبرې شوې دي.

اسراییلو پر لبنان د ډرون بریدونه کړي

د لبنان روغتیا وزارت چارواکي وايي چې پر دغه هېواد د اسراییلو په ډرون بریدونو کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپیان دي.

بریدونه د یاد هېواد په شبعا او بنت‌جبیل سیمه کې شوي چې د یاد هېواد په سوېل او سوېل‌ختیځ کې موقعیت لري.

شورچای؛ د بدخشان د اوسېدونکو د ورځني ژوند ساده، خو ځانګړی څښاک

د بدخشان په ډېری کورنیو کې هر سهار «شورچای» تیار او د یوې ځانګړې کلچې سره یوځای د دسترخوان ښکلا بلل کېږي.

د بدخشان اوسېدونکی فردوس عالمي وايي چې شورچای ساده څښاک نه‌دی، بلکې هغه خواړه/ څښاک دی چې د یادې سیمې اوسېدونکو له دسترخوان سره تړلی او له پخوا راهیسې دود دی.

ټرمپ سره اختلافات؛ اېلن ماسک: د امریکا په نوم ګوند جوړوم

اېلن ماسک د خپل ګوند د جوړولو اعلان یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یاد هېواد د خپلواکۍ ورځې نمانځنې پرمهال د «سترې او ښکلې» لایحې په نوم قانون لاسلیک کړ. دغه لایحه د کانګرېس له تصویب وروسته ټرمپ لاسلیک او په قانون یې، بدل کړ.

یو‌ان‌اچ‌سي‌ار: په یوه ورځ له ایرانه ۴۳ زره افغانان راغلي

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ UNHCR که څه هم نه ده مشخصه کړې چې په کومه نېټه خو ویلي چې له ایرانه په یوه ورځ ۴۳ زره افغانان هېواد ته را ستانه شوي.
دغه سازمان نن (یکشنبه، سرطان ۱۵) پر ایکسپاڼه لیکلي چې روان میلادي کال کې له ۱.۴ میلیون څخه ډېر افغانان په سختو شرایطو کې راستنېدو ته اړ اېستل شوي چې نامالوم وضعیت سره مخ دي.