روسیه: د اوکراین ۴۲ ډرون مو نسکورې کړي

د روسیې دفاع وزارت وايي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سېسټم د مسکو پر وخت بېګاه شپه له ۸ څخه تر ۱۱ بجو پورې، د اوکراین ۴۲ بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) په بېلابېلو سیمو کې شنډ کړي دي.

په ورته مهال د روسیې د فدرالي هوايي ترانسپورت ادارې د دغه هېواد په څلور هوايي ډګرونو کې د الوتکو پر ناستې او الوتنې لنډمهالي محدودیتونه لګولي دي.

غزني کې په ۱۰۹میلیون افغانۍ د سلطان‌بند د حفظ او څارنې چارې پیل شوې

د اوبو او برښنا وزارت غزني کې په څه باندې ۱۰۹ میلیون افغانۍ د سلطان‌بند د حفظ او څارنې پروژې چارې پیل کړې.
د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د بند لوړوالی له ۳۵ متره څخه ۳۷ اعشاریه ۵ متره او د ذخیرې وړتیا به یې له ۹ میلیون متره مکعب اوبو څخه ۱۳ میلیون متره مکعب اوبو ته لوړه شي چې په ټوله کې به کابو ۱۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

هلمند کې د دوو میاشتو پرمهال څه باندې سل میله وسلې نیول شوي

هلمند کې امنیتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت د تېرو دوو میاشتو پرمهال ۱۰۵ میله وسلې او پوځي تجهیزات نیولي دي.

د مسوولانو په وینا، له یادو وسلو سره یوشمېر کسان هم نیول شوي دي. چارواکي وایي چې د دغو وسلو  مخنیوی د ملي امنیت لپاره مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

هره ورځ ۳۸زره افغانان د «دوغارون» له لارې افغانستان ته راستنېږي

د ایران چارواکي وايي چې هره ورځ په منځنۍ توګه شاوخوا ۳۸زره افغان وګړي د دوغارون له پولې څخه خپل هېواد ته ستنېږي.

حسین جمشیدي، د تایباد ولسوالي ولسوال، پرون جمعه، د چنګاښ ۱۳مه د دوغارون پولې له لارې، تګ‌راتګ څخه د لیدنې پرمهال ویلي چې تراوسه شاوخوا ۵۰۰زره افغانان له ایرانه اېستل شوي دي.

ضمیر کابلوف: د اندېښنو له‌منځه وړلو لپاره مو اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو له تروریزم او مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو پراختیا په موخه اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی.
دې سره، قطر کې د اسلامي امارت سفیر ضمیر کابلوف د روسیې له دغې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي چې د مسکو دغه اقدام د روسیې هم‌نظره هېوادونه هم د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو ته وهڅوي.

لوګر کې د «انجې کرکېله» پراخه شوې

د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د انجې کرکېلې ته د بزګرانو لېوالتیا ډېره شوې ده.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلام‌وطندار ته وویل، د تېر په پرتله دغلته د اینجې کرکېلې ته د بزګرانو لېوالتیا ډيره شوې ده.

حماس: غزه کې مو پر اسراییلي ځواکونو برید کړی

غزه کې د حماس جګړه‌ییزه لېوا «قسام برېګډرز» وايي چې په خان یونس سیمه کې یې، پر اسراییلو ځواکونو برید کړی دی.

یادې ډلې ویلي چې د خان یونس ښوونیز ریاست ته نږدې یې، د اسراییلو ځواکونو یوه ډله په نښه کړې او د دوی دوه «موکاوا ټانکونه» یې، په چاودېدونکو توکو الوځولې دي.

بدخشان کې د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې

د بدخشان د خواهان ولسوالي اوسېدونکو د ځمکو خړوبولو لپاره د یوه کرنیز کانال د جوړولو چارې پیل کړې دي.

د خواهان ولسوالي قومي مشر رحمت‌الله سلام‌وطندار ته وايي چې د یادې ولسوالي دښتو ته د اوبو برابرولو سره په یوه کال کې دوه فصله د غنمو، وریجو او نورو مېوو حاصلات ترلاسه شي.

غزه کې نن ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

روغتیايي چارواکي وايي چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو بریدونو پرمهال له بېګاه شپې ناوخته راهیسې ترې مهاله ۱۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې خبري شبکې نن شنبه، جولای پنځمه خبر ورکړی چې دغه کسان د غزې په بېلابېلو سیمو کې ژوند له لاسه ورکړی چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

ډونالډ ټرمپ: پوتین غواړي وژنو ته دوام ورکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل سیال ولادېمیر پوتین سره تر ټیلیفوني اړیکې وروسته ویلي چې دی له پوتین سره له ټیلیفوني خبرو ناخوښ دی او په وینا یې، «پوتین غواړي وژنو ته دوام ورکړي.»

حماس غزه کې د اوربند لپاره خبرو ته چمتوالی ښوولی

په داسې حال کې چې غزه کې د اسراییل بریدونه دوام لري، حماس د اوربند په اړه د خبرو لپاره چمتوالی ښوولی دی.
الجزیرې خبري شبکې نن (شنبه، سرطان ۱۴) د حماس په خبره لیکلي چې: «د خبرو نوي پړاو پیلولو لپاره چمتو یو.»
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غزه کې د اوربند لپاره د ۶۰ ورځني اوربند طرحه وړاندې کړه او له اسراییل او حماس دواړو لورو یې وغوښتل چې هغه ومني.

خوست کې په ۴ میلیون ډالرو ورزشي کمپلکس جوړیږي

د خوست مرکز کې د څلور ميليون امريکايي ډالرو په لګښت په ۱۰ جریبه ځمکه کې د يوه ورزشي کمپلکس د جوړېدو چارې پيل شوې.
د بدني روزنې او ورزش عمومي رييس احمدالله وثیق د ياد ورزشي کمپلکس د چارو پيل مراسمو کې وويل، د دغه کمپلکس ټول لګښت چې شاوخوا ۴ میلیون ډالر کیږي د يوه بهر ميشتي افغان لخوا ورکول کیږي.