
د پاکستان پوځ: هند پوري تړلي ۳۰ وسلهوال مو وژلي
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې له افغانستان سره ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې یې، هند پورې تړلي، ۳۰ وسلهوال وژلي دي.
د یاد هېواد د پوځ مطبوعاتي څانګې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسلهوال هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې، له افغانستان څخه دغه هېواد ته ننوځي.





