
ننګرهار کې د ۳۰ مېګاواټه کپسیټر بانک نصبولو چارې پیل شوې
د ننګرهار د همېشهبهار سب سټېشن کې د ۶۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰ مېګاواټه په ظرفیت د کپسیټر بانک نصبولو چارې پیل شوې.

د ننګرهار د همېشهبهار سب سټېشن کې د ۶۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰ مېګاواټه په ظرفیت د کپسیټر بانک نصبولو چارې پیل شوې.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام(UNDP) له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او څلور ولسوالیو کې ۶۵ شنېخونې جوړېږي.

دغه مېرمنې چې تر ډېره یې، د امریکا پراختیايي پروګرام، د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې سازمانونو له لوري ملاتړ کېده، وايي، د یادو سازمانونو لهخوا ترلاسه کېدونکې خوراکي او نورو مرستو سره یې، د ژوند اساسي اړتیاوې برابرېدې. د ۴۰ مېرمنو له ډلې یې، ۱۷ لاهم د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې ادارې له لوري مرستې ترلاسه کوي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «اسلامي امارت د امریکا هغه تورونه په کلکه ردوي چې د محمودشاه حبیبي په نوم د یوه افغان د نادرکه کېدو تور یې د افغانستان د استخباراتو پر عمومي ریاست لګولي. د حبیبي د کورنۍ د عریضې په اساس په ټولو اړوندو ادارو کې پلټنه شوې، خو هېڅ داسې نښه نه ده تر سترګو شوې چې نوموړی دې د ا.ا اړوند کوم ارګان له لوري نیول شوی وي.»

د روسیې چارواکي وايي چې د اوکراین ختیځ لوهانسک سیمه یې، په بشپړه توګه نیولې ده. لوهانسک د اوکراین ختیځ له څلورو سیمو یوه هغه ده چې روسیې په بشپړه توګه د نیولو ادعا کوي.

د غزې حکومت د رسنیو دفتر وايي چې د تېرو ۴۸ ساعتونو پرمهال د اسراییلي ځواکونو د بریدونو پرمهال ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، د نن پنجشنبې سهار راهیسې، د غزې ښار پر بېلابېلو سیمو د بریدونو له امله ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال محمد نعیم اذربایجان ته د سفر پرمهال هغه هېواد سره د اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا غوښتنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، سرطان ۱۲) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت اداري او مالي مرستیال محمد نعیم د ریاست الوزرا د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ګډ سفر په لړ کې، د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ښاغلي النور محمدوف سره لیدلي.

د اندونیزیا د بالي ټاپو ته نږدې یوه مسافر وړونکې کښتۍ چې ۶۵ کسان یې، لېږد ډوبه شوې چې له امله یې، څلور کسان مړه شوي او ۳۰ نور ورک دي.
رویټرز خبري اژانس نن پنجشنبه، جولای درېیمه، راپور ورکړی چې تراوسه د یادې پېښې ۳۱ کسان ژغورل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، سرطان ۱۲) ویلي چې د عامه امن ځواکونو د عاشورا مذهبي ورځو په رانږدې کېدو سره، د کابل تکیهخانو او اړونده سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي.
د مسوولانو په وینا، دغه تدابیر د هېوادوالو د امنیت ټینګښت، د احتمالي ګواښونو مخنیوي او په ارامه فضا کې د عاشورا مراسمو ترسره کېدلو په موخه نیول شوي.

د کاپیسا امنیتي مسوولان وايي، دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله ۳ کسان وژل شوي او یو ټپي دی. د

د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده کندهار کې قاضیانو ته په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې وینا کړې. د اسلامي

د پنټاګون ویاند شان پارنیل تېره ورځ وویل، د امریکا لس ورځې مخکې بریدونو، کم له کمه د ایران اټومي پروګرام دوه کاله شاته وغورځاوه.

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته د سفر په ترڅ کې نن د دغه هېواد لومړي وزیر علي اسدوف سره وکتل.
د دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.