
د مرغانو پلورونکی: د هرې مرغۍ په خوشې کولو مې د دسترخوان ډوډۍ کمېږي
هغه درد او کړاو چې پر اوږو یې لکه د غره په څېر بار دی، په سترګو کې یې، له ورایه ښکاري. هغه پر لاره تېرېدونکو کسانو ته ځیر دی، ګوندې څوک ورته ودرېږي او د ده مخته قفس کې اېښي، مرغۍ ترې واخلي. د پروان د چاپېریال ساتنې ادارې په وار وار د هغه او نورو له قفسونو الوتونکي راټول او خوشې کړي دي.










